تاند (چهارشنبه د چنګاښ/سرطان ۳مه) د بښنې نړیوال سازمان ویلي، د کوېټې د ترهګرۍ ضد محکمې له لوري بلوچ فعالانو ماهرنګ بلوچ او صبغت الله شاه جي ته د عمر بند سزا ورکول د عادلانه محاکمې له حق سره په ټکر کې دي.
د دغه سازمان په وینا، د پاکستان د ترهګرۍ ضد قوانین د سولهییزو مخالفو غږونو د چوپولو لپاره کارول کېږي.
یاد سازمان زیاتوي چې، په محاکمه کې د دواړو فعالانو د تاوتریخوالي له پېښو سره د تړاو لپاره هیڅ مستقیم ثبوت نه دی وړاندې شوی.
دوه ورځې وړاندې د جون په ۲۲مه د بلوچستان د ترهګرۍ ضد محکمې د بلوچ پیوستون غورځنګ مشره ماهرنګ بلوچ د یوه سرحدي امنیتي سرتېري د وژنې په قضیه کې پر عمر بند محکومه کړې ده.
د محکمې د پرېکړې له مخې، یاد سرتېری په ګوادر کې د یوې احتجاجي غونډې پر مهال ټپي شوی و او وروسته یې د ټپونو له امله ژوند له لاسه ورکړی و.
دغه راز صبغتالله بلوچ هم په جلا قضیه کې پر عمر بند محکوم شوی دی.
د راپورونو له مخې، ماهرنګ بلوچ او د بلوچ پیوستون غورځنګ تر اوسه د محکمې د پرېکړې په اړه رسمي غبرګون نه دی ښودلی، خو د غورځنګ ځینو غړو دغه پرېکړه ناعادلانه بللې او پرې نیوکې کړې دي.
بښنې نړیوال سازمان داسې مهال دا غبرګون ښيي چې، بل لورته د پاکستان د ملي اسمبلۍ د اپوزیسیون مشر او د پښتونخوا ملي عوامي ګوند (پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ) مشر محمود خان اڅکزي د ملي اسمبلۍ په غونډه کې د وینا پر مهال ویلي چې، پاکستان د بېلابېلو قومونو لپاره په یوه زندان بدل شوی او حکومت نه شي کولای خلک د زور او مرمیو په وسیله چوپ کړي.