Homeخبرونهد افغانستان د ښځو کرکټ لوبډله د رسمیت پېژندنې لپاره انګلستان ته...

د افغانستان د ښځو کرکټ لوبډله د رسمیت پېژندنې لپاره انګلستان ته ځي

تاند (چهارشنبه، د چنګاښ/ سرطان ۳ مه) په ۲۰۲۱ کال کې، کله چې طالبان کابل ته نژدې کېدل او واک یې بېرته ترلاسه کړ، د افغانستان د ښځو د کرکټ لوبډلې غړې د خپل ژوند د ژغورلو لپاره له هېواده وتښتېدې.

د بریتانیايي رسنیو د راپور له مخې، اوس، پنځه کاله وروسته، دا لوبډله انګلستان ته د سفر په درشل کې ده. دا سفر یوازې د کرکټ سیالیو لپاره نه، بلکې د نړیوال رسمیت ترلاسه کولو او د ښځو د حقونو د ملاتړ لپاره هم کېږي.

د اسټرالیا په پلازمېنه کانبرا کې مېشتې لوبغاړې بنفشه هاشمي ویلي چې لوبډله له ځان سره یو روښانه پیغام وړي: «موږ د رسمیت پېژندنې غوښتنه کوو.»

بنفشه هاشمي

هغې زیاته کړه: «د کرکټ نړیوالې شورا (ICC) تل ویلي چې ښځې او نارینه برابر دي. که موږ په رسمیت وپېژني، نو دا به د افغانستان دننه د هغو نجونو لپاره لویه هیله او انرژي وي چې لا هم هلته ژوند کوي.»

د افغانستان د ښځو لوبډله به د جون او جولای میاشتو د شل اوریز نړیوال جام پر مهال په انګلستان کې سیالۍ وکړي، خو د نړیوال جام رسمي برخه به نه وي.

د رسمیت خنډ

د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان کرکټ بورډ د ښځو د کرکټ لوبډله په رسمیت نه پېژني، او له همدې امله د کرکټ نړیواله شورا هم نه شي کولای هغوی په خپلو رسمي سیالیو کې شاملې کړي.

طالبانو له ۲۰۲۱ کال راهیسې د ښځو پر زده‌کړو، کار او ټولنیزو ازادیو سخت بندیزونه لګولي، هغه څه چې د بشري حقونو نړیوالو بنسټونو «جنسیتي اپارتاید» بللي دي.

د لوبډلې مدیرې ایما سټېپلز ویلي چې د انګلستان سفر په قصدي ډول د ښځو له نړیوال جام او په سکاټلنډ کې د کرکټ د نړیوالې شورا له کلنۍ غونډې سره هممهاله تنظیم شوی، څو د لوبډلې د رسمیت موضوع مطرح شي.

هغې وویل: «د کرکټ نړیواله شورا اوس یو تاریخي فرصت لري چې سیاست یوې خوا ته کړي او په دغو ځوانو ښځو پانګونه وکړي.»

«دا رڼا مه مړه کوئ»

په کاناډا کې مېشته لوبغاړې رویا صمیم له ICC وغوښتل چې له دې فرصته ګټه واخلي.

رویا صمیم

هغې وویل: «دا لوبډله یوه رڼا ده؛ یا یې مړه کولای شئ او یا یې لا روښانه کولای شئ. دا رڼا د هغو نجونو لپاره ده چې په افغانستان کې په تیاره کې پاتې دي او هیله نه لري.»

یو وړاندیز دا دی چې د کډوالو د یوې ځانګړې لوبډلې په توګه رسمیت ومومي، لکه څنګه چې ځینې بې‌وطنه ورزشکاران د المپیک نړیوالې کمېټې تر بیرغ لاندې سیالۍ کوي.

د کرکټ نړیوالې شورا ملاتړ

د افغانستان د ښځو لوبډلې خپله لومړۍ ګډه لوبه د ۲۰۲۵ کال په جنورۍ کې د اسټرالیا په ملبورن ښار کې وکړه. دې لوبې نړیوال پام ځان ته واړاوه او وروسته د کرکټ د نړیوالې شورا د «افغانستان د ښځو د کرکټ نوښت» په نوم یو پروګرام اعلان کړ.

د دې پروګرام له لارې لوبغاړو ته مالي مرسته او مسلکي روزنه برابره شوې ده. د انګلستان اوسنی سفر هم د همدې پروګرام په مالي ملاتړ ترسره کېږي.

راتلونکی لا هم نامعلوم دی

د یاد پروګرام مالي ملاتړ به د روان کال په اګست کې پای ته ورسېږي او د هغې راتلونکی به د جولای په میاشت کې د ICC په کلنۍ غونډه کې وڅېړل شي.

د اسټرالیا کرکټ بورډ ویلي چې د افغان ښځینه لوبغاړو ملاتړ ته ژمن دی او په ICC کې به د هغوی د غوره روزنیزو او سیالیزو فرصتونو لپاره خپلې هڅې روانې ساتي.

«زه به د کرکټ لپاره له طالبانو اجازه وانخلم»

دغه ښځې یوازې لوبغاړې نه، بلکې د خپلو حقونو مدافعانې هم دي.

رویا صمیم د کابل د پرېښودو ورځ داسې یادوي: «په هغه ورځ چې موږ له کابله وتښتېدو، ټاکل شوې وه یوه لوبه ولرو. ما په هماغه ورځ ډېر څه له لاسه ورکړل.»

هغې وویل: «تاسو داسې احساس کوئ لکه مړه کېږئ او هر څه مو له لاسه ځي.»

ځینو لوبغاړو د وتلو پر مهال د کرکټ خپل وسایل وسوځول یا یې خاورو ته وسپارل، ځکه وېرېدل چې د طالبانو له لوري به په نښه شي.

صمیم ټینګار کوي: «دا لوبډله د هغو ټولو نجونو استازیتوب کوي چې په افغانستان کې بندې پاتې دي او د زده‌کړو، سپورټ او کرکټ خوبونه لري.»

هغې په پای کې وویل: «زه به د کرکټ کولو لپاره له طالبانو هېڅکله اجازه وانخلم.»

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

ځپلی وطن او ښاغلي مخونه

د ملي بانک باغ ته ور داخل سوو، پر وجود مي د پغمان خوږه هوا نرمه او پسته ولګېده، یو څو قدمه نور هم...