تاند (چهارشنبه، د چنګاښ/ سرطان ۳ مه) د پاکستان د ملي اسمبلۍ د اپوزیسیون مشر او د پښتونخوا ملي عوامي ګوند (پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ) مشر محمود خان اڅکزي د ملي اسمبلۍ په غونډه کې د وینا پر مهال وویل چې پاکستان د بېلابېلو قومونو لپاره په یوه زندان بدل شوی او حکومت نه شي کولای خلک د زور او مرمیو په وسیله چوپ کړي.
نوموړي د ملي اسمبلۍ رئیس ته په خطاب کې وویل: «تاسو ټول د اساسي قانون د سرغړونې مجرمان یاست. تاسو اساسي قانون تر پښو لاندې کړی او د هغه سرغړونه مو کړې ده. پاکستان د قومونو لپاره په یوه زندان بدل شوی دی. لومړی پښتانه، بلوڅان، سندیان او سرایکیان او اوس کشمیریان هم له ورته وضعیت سره مخامخ دي.»
اڅکزي تور پورې کړ چې حکومت د پاکستان په نوم د پښتونخوا د اوبو، ګازو او نورو طبیعي زیرمو د کنټرول هڅه کوي او هر هغه څوک چې د دغو شتمنیو د ساتنې هڅه وکړي، د ترهګرۍ په قضیو کې ښکېلوي.
هغه زیاته کړه: «تاسو خلک په مرمیو نه شئ غلي کولای. کشمیریان چیغې وهي چې کشمیر دې له پاکستان سره یوځای شي، نو بیا د دې ټولو اقداماتو اړتیا څه وه؟»
د راپورونو له مخې، د اڅکزي د وینا یوه برخه سانسور شوه او د دولتي تلوېزیون له لوري په ژوندۍ بڼه خپره نه شوه.
اڅکزي د ملي اسمبلۍ پر رئیس هم نیوکه وکړه او ویې ویل چې د خپلې دورې په ترڅ کې یې د اساسي قانون او قوانینو درناوی نه دی کړی او ۱۴ غړي یې له اسمبلۍ څخه ایستلي دي.
هغه د سیاسي بندیانو د سزاوو په اړه وویل: «د کوټ لکپت زندان بندیان ټول له اویا کلنۍ پورته عمر لري. لږ تر لږه د خدای ویره وکړئ. تاسو یو نوی ریکارډ جوړ کړی؛ پنځو کسانو ته مو ټولټال ۲۸۶ کاله بند سزا ورکړې ده. تاسو ماهرنګ بلوڅې ته هم د عمر بند سزا ورکړې ده، دا د سرو زرو مډال دې هم درته مبارک وي.»
نوموړي د پاکستان له صرداعظم شهباز شریف څخه وغوښتل چې له بلوڅانو، سندیانو او د خیبر پښتونخوا له استازو سره خبرې وکړي او د هغوی پر طبیعي سرچینو د هغوی حق ومني.
اڅکزي وویل: «پاکستان یوازې یو نوم نه دی؛ پاکستان د بلوچستان، سند، خیبر پښتونخوا او پنجاب مجموعه ده. ولې خیبر پښتونخوا پاکستان نه ګڼئ؟»
هغه د قضائیې په چارو کې د پارلمان پر رول هم نیوکه وکړه او ویې ویل چې د رایو له لارې د عدلیې واک محدود شوی دی.
د پاکستان تحریک انصاف د بنسټګر عمران خان د زنداني کېدو په اړه اڅکزي وویل: «زه خواشینی یم چې عمران خان په زندان کې دی. هغه څه کړي دي؟»
د راپور له مخې، د اڅکزي د وینا له پیل سره سم د پاکستان دولتي تلوېزیون ژوندۍ خپرونه بنده کړه او د انټرنېټي خپرونې (وېب سټریم) بهیر هم ودرول شو.
په خبرو باندی تغیرات نه راځی ځکه پنجابیان تاسو حقوق خوری تاسو یی صفتونه کوی
هغه د تاسو ناموس او بچیان وژنی او بندیخانو ته اچوی او تاسو هغوی ته کریدیت ورکوی
نو بیا په نړۍ کې دا توپک او توره ولی جوړه شوی د غیرت لپاره ، تاسو لا تر اوسه اوریدلی چې حق په وینا کولو ورکړ شوی
تاسو د پښتنو دود او دستور خراب کړ ځکه تاسو له لومړی ورځی د پنجاب خبرو او پلانونو تطبیق لپاره په افغانستان کې د ظاهر شاه ، داودخان آن تر داکتر نجیب الله پوری څه پاتي شول چې ترسره مو نکړل؟
زما په نظر همدومره بس ده تاسو خپل تیرې ویناوی یوځل واوری بیا وګوره چې ولس باندی مو څه تیریږی او تاسو څه وایی