Homeخبرونهاقتصادي خبرونهپه تورخم کې د افغان سوداګرو د زیانونو د کمېدو لپاره د...

په تورخم کې د افغان سوداګرو د زیانونو د کمېدو لپاره د سوداګرۍ وزارت پرېکړه

تاند (جمعه، د زمري/ اسد ۳۱ مه) د طالبانو د حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزارت اعلان کړی چې د تازه مېوو، سبزیجاتو او نورو سوداګریزو توکو صادرات د «تورخم» په بندر کې د وخت له مخې تنظیم شوي دي څو د کرنیزو محصولاتو د ضایع کېدو مخه ونیول شي.

د طالبانو د حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، له خصوصي سکتور سره له خبرو وروسته د تورخم له لارې پاکستان ته د افغانستان د سوداګریزو توکو د صادراتو لپاره ځانګړي ساعتونه ټاکل شوي دي.

د نوې ویش له مخې، هره ورځ د تازه مېوو او سبزیجاتو د صادراتو لپاره ۱۴ ساعته ځانګړي شوي او پاتې ۱۰ ساعته د نورو سوداګریزو توکو د صادارتو لپاره په پام کې نیول شوي دي.

یاد وزارت ټینګار کړی چې دا نوې پرېکړه د سوداګرو لپاره د لا زیاتې اسانۍ رامنځته کولو، د صادراتو د بهیر د ګړندي کولو او د کرنیزو محصولاتو د ضایع کېدو د کمولو په خاطر شوې ده.

په وروستیو کلونو کې د تورخم په بندر کې د افغان سوداګرو صادرات له ګڼو ستونزو سره مخامخ شوي دي. یوازې په تېرو دوو کلونو کې څو ځله د سوداګریزو توکو بارونه په دې بندر کې درول شوي چې د لسګونو میلیون ډالرو زیان یې سوداګرو ته اړولی دی.

د طالبانو د حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزارت چارواکو ویلي، هیله لري چې د دې نوي اقدام په ترڅ کې به د تورخم په بندر کې د صادراتو بهیر د افغان سوداګرو ځینې اوږدمهاله ستونزې حل کړي.

د ننګرهار ولایت تورخم بندر له پاکستان سره د افغانستان تر ټولو مهمه سوداګریزه لار ګڼل کېږي او د افغانستان د تازه مېوو او سبزیجاتو لویه برخه له همدې لارې صادریږي. په وروستیو کلونو کې د دې بندر پرله‌پسې تړل کېدو او په ورځو ورځو د کرنیزو محصولاتو د باروړونکو لاریو درېدو افغان سوداګرو ته پراخ زیانونه اړولي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...