دوشنبه, مې 13, 2024
Homeخبرونهحقاني: د افغانستان واک عالمانو سره دی ځکه دوی د هېواد ګټې...

حقاني: د افغانستان واک عالمانو سره دی ځکه دوی د هېواد ګټې تر هر چا ښې پېژني

تاند (شنبه، د قوس ۱۱ مه) د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني ویلي چې د دوی له واکمنیدو سره د افغانستان واک له دیني عالمانو سره دی.

نوموړي د اسلامي همکاریو سازمان له پلاوي سره د لیدنې پر مهال ادعا کړې چې دوی تر هر چا د افغانستان ګټې ښې درک کوي.

حقاني دغه راز ویلي افغانان ویاړي چې له فلسطینیانو سره د خپلواکۍ لپاره مرسته وکړي او هغوی باید خپلې مبارزې ته دوام ورکړي.

د حقاني دا څرګندونې په داسې مهال دي چې د طالبانو منتقدین د ملایانو لاس ته د افغانستان د ټول واک سپارل او له هېواد او اداري نظام څخه وتو ته د متخصصینو مجبورول یو لوی خیانت بولي.

د دوی په وینا، همدا ملایان دي چې له څه باندې دوه کلونو راهیسې یې میلیونونه افغان نجونې او ښځې یې له زده کړو او کار څخه ګرځولي، افغانستان یې په نړیواله کچه په یوازیني بې قانونه او تر ټولو منزوي هېواد بدل کړی او اقتصادي او بشري ناورین یې اوج ته رسولی.

دوی پوښتنه کوي چې طالب ملایانو د افغانستان کومې ګټې درک کړي او عملي کړي چې لا پرې ویاړي هم او نورو ته یې د لاسته راوړنې په توګه بیانوي.

3 COMMENTS

  1. دکباړ فروش بچی د هیواد ګټې علم او تعلیم پوری تړلی دی نه لکه تاغوندی بې علمه عالم کی قبلوی نه ورشه طورخم ته وګوره چی سومره ناروغان ستاسو بادارانو ته د درملنی لپاره ځې پرون هغه هم بند کړل د ټول د علم سره ستاسو دشمنی له برکته ده او هر وخت دالخواره پنجابیان درباندی ریشخند وهی ولی بل مثله عمل نه کوی هر هغه څه چی افغانستان ته راځی او د کافر پنجابی پکی ګټه وی بند یې کړی

  2. که د عالمانو سره دا هم ورزیاته کړی چی اوس پاکسانۍ ملایکي په واک کې دي او د خپل اصلی ټاټوبی پاکستان ګټی یوازی همدا ملایکي خوندی کولې شي او نوړ افغانان ددې کار اهلیت نه لري.
    خپلی منګولي نوری هم په وزارتونو او ریاستونو ټینګي کړۍ او د ملت ویني لکه دزم زم د اوبو په څیر وڅکۍ او خپله تنده ورباندی ښه ماته کړۍ چی هیڅ ارمان مو په زړه کې پاتی نشی.

  3. دوی هغه ځناور او جاهل ته عالم وايي چې قران او حدیث نه مني او د پنجاب د مدرسې چڼي ته پر هغې ترجیح ورکوي. لومړی خو دوی مطلق د قران او حدیث نه ځکه منکر ګڼم چې د نجونو او ښځو تعلیم ته قران او حدیث اجازه ورکړې او دوی ترې منکر دي. قران او حدیث نه منل کفر دی نو دوی هم کافر دي. بیا ته د اوزګوړي بچیه د چنګیز اندازه افغانان خو تا وژلي او اوس د انسانیت خبرې کوې.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب