یکشنبه, مې 19, 2024
Homeخبرونهپاکستان بې مخکینۍ خبرتیا د تورخم لار پر افغان ناروغانو بنده کړه

پاکستان بې مخکینۍ خبرتیا د تورخم لار پر افغان ناروغانو بنده کړه

تاند (شنبه، د قوس ۱۱ مه) په ننګرهار ولایت کې طالب چارواکي وايي چې پاکستان بې له مخکینۍ اطلاع د تورخم لار د هغو افغانانو پر مخ بنده کړې چې د درملنې لپاره دغه هیواد ته تلل.

د ننګرهار د اطلاعاتو او کلتور ریاست نن په یوه خبرپاڼه کې ویلي، د دواړو خواوو د مخکیني تفاهم پر اساس، د ورځې په متوسط ډول ۱۰۰ تنه افغان ناروغانو د درملنې لپاره پاکستان ته د تګ اجازه لرله.

په ننګرهار ولایت کې د ناروغانو د لېږد د کمیسیون پر اساس، پاکستان په وروستیو کې یوازې د سرطان په ناروغۍ اخته کسانو ته اجازه ورکوله چې بې پاسپورت او وېزې د درملنې لپاره ورشي. خو اوس پاکستان هغو ته هم اجازه نه ورکوي.

په خبرپاڼه کې د ننګرهار د اطلاعاتو او کلتور د ريیس صدیق الله قریشي په قول ویل شوي چې پاکستان بې له دې چې افغان لوري ته خبر ورکړي، پرون افغان ناروغان پرې نه ښوول چې پاکستان ته لاړ شي.

3 COMMENTS

  1. بهترین کار وشو. دا بهتره ده چی ټول مړه شو. د افغانانو څخه بیا بالخصوص د پښتنو څخه نور بد خلک پر مخ د نړی نشته، پریژدی چی ټول مردار شی. د يوه معادن قیمت یی پنځه میلیارده سره چغی وهی ولی یوه معیاری شفاخانه نه جوړوی. زه دی د سالنګ او نورو پر سړک غیڼ ووهم ماته ښه خواړو، دوا او ډاکټر پکار دی. ټول کابل کی د څښاک پاکی اوبو نشته دوی ښځی غی پدی خمارت چی دوی جوړ کړی ستا سو په عقیده، مذهب او دین کی غیڼ ووهم اسلام داسی وی؟ د مکاتبو دروازی مو په اساس بندی کړې؟ طالبان په خبرو مه غولیژی ټول د پنجاب جاسوسان او غلامان دی بالاخره به دا ثابته شی ګوری به یی.

  2. ملا قلندر عباد وزیر صحت ته یادونه:که چیری دِ طب ډاکټر یا خادم صحت ،

    د ملت وی نو آیا کیدی شی د طب د پوهنځی په تړلو سره کوم چي تیره هفته کندهار کی وشو ، او تیرو دوو کلنو کی کوم اخلال او سنګ اندازی چي ملا باقی ، ندیم او امثالهم د ښوونی او روزنی په میدان کی روانه کړی بی له طالبی ملا د اُمت کوم معتبر عالم تائید کړی ؟ که صحت هم مباح یا حرام بولی ؟
    حال دا چي اسلامی اُمت د طبابت او ساینسی علومو د قیادت ځلانده ستوری وو ؛ هغه وخت چي
    امراء او علما د محمدی مدرسی شاګردان او د اُمت او بشریت ریښتونی خادمان وو .
    خو کله چي اُمراء فاسد او اُمتی قیادت یی بایلود ؛ تحسبهم جمیعاََ و قلوبهم شتی ، ته را پریوتل بیا د
    دښمنانو ښکار ګرم او فساد عالِم ، فساد عالٙم شو، ملوک ، شاهان او بازیچه د اجنبیانو امیران دانحصار قدرت او مادیت لپاره په تکثُر پیل وکړ ؛ بیا په نورو غولوونکو شعارونو احزاب ،تنظیمونه او
    اجیری بی هویته ډلګیو هم تکثر وکړ، بالاخره ڼن موږ یو څه لرو چي نه پوهیږم په دینی او علمی معیار
    به حکومت ورته ویلی شو که بل څه ؟
    ځکه د صحت دغه حال دی چي پورته ورته اشاره شوی او د تعلیم هغه حال دی چي دوستان ژړوی او
    ملت یی تدریجی سقوط او مرګ ته په لاره دی.
    ډاکټران او متخصصین ساتلی نشم ، د روزلو بنیادونه ټول وران او تباه شول .
    د عادی ژوند له سطحی راولیدو ، کرسیو باندی د بدوی ملا څیره حاکمه او شدید جاهلی انحصار تعفن
    لری ، یوازی یو فیصد د ملت چي د کرسیو غاصبان دی ، ماړه او نورو ته بغاری ورښیی .
    نو آیا پدی ډول ژوند سره بیا هم خود کفایی او عزت پړاو ته رسیدل به خوب نه وی ؛ حال دا چي تعقل یی نه منی او نه کومه تاریخی سابقه لری .

  3. GANZE ARTZT FLUSCHTLINGE
    ALL DOCTORS FLY TO WEST AND RUNNING TAXI,
    EMARAT MUST OPEN DOORS FOR SCHOOLS COLLEGES.
    STOP RUNNING TO PAKISTAN
    IN KANDAHAR MOHMAND HOSPITAL CAN PREPARE ALL MEDICAL TESTES &DIAGNOSTIC FOR YOU
    GO TO INDIA FOR TREATMENT
    THANK YOU

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب