دوشنبه, مې 6, 2024
Homeخبرونهاقتصادي خبرونهاروپايي کمیسیون افغانستان ته نژدې ۱۴۳ میلیون یورو مرسته تصویب کړه

اروپايي کمیسیون افغانستان ته نژدې ۱۴۳ میلیون یورو مرسته تصویب کړه

تاند (شنبه، د قوس ۱۱مه) اروپايي کمیسیون پرون (جمعه) د افغانانو د ملاتړ لپاره ۱۴۲ میلیونه او ۸۰۰ زره یورو مرسته تصویب کړه.

د نړیوال مشارکت لپاره د اروپايي اتحادیې کمیشنرې جوتا اورپیلینین وویل:«د افغانانو ترڅنګ د درېدو (ملاتړ) لپاره د اروپايي اتحادیې ژمنه څپڅپانده نه ده. اروپايي اتحادیې د دوی د ډېرنده اساسي اړتیاوو د پوره کولو لپاره د ملاتړ نوې هڅه کړې ده.»

دې زیاته کړه:«دا ۱۴۲ میلیونه او ۸ لکه یورو به په ځانګړي ډول پر ښځو او نجونو، هغو کسانو چې کډواله شوي او یا هغو کسانو چې کډوالېدو اغېزمن کړي دي، پر روغتیا، تغذیې، زده کړو او پاکو اوبو ولګېږي.»

اغلې اورپیلینین زیاته کړه:«موږ د دوی د معیشت ملاتړ هم کوو او د ښځو اقتصادي پیاوړتیا ته ځانګړی پام لرو. د افغانستان خلک د داسې راتلونکې مستحق دي چې سوکاله وي او اروپايي اتحادیه د دوی ملاتړ ته دوام ورکوي.»

د اروپايي اتحدیې دا مرسته د هغه یو میلیارد او دوه سوه میلیون یورويي پکېج برخه ده چې د ۲۰۲۱ په اګست کې یې د اروپايي اتحادیې د کمیسیون مشرې فون دیرلاین ژمنه کړې وه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب