یکشنبه, مې 19, 2024
Homeخبرونهد امریکا د باندنیو چارو وزارت افغانانو ته د مهاجرت نوې اسانتیاوې...

د امریکا د باندنیو چارو وزارت افغانانو ته د مهاجرت نوې اسانتیاوې اعلان کړې

تاند (شنبه، د قوس ۱۱ مه) د امریکا د بهرنیو چارو وزارت اعلان وکړ، هغه افغانان، چې د امریکا تابعیت لري یا د امریکا ګرین کارت لري، امریکا ته د خپلو کورنیو د غړیو د رابللو غوښتنه کولی شي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي، هغه افغانان هم د خپلو کورنیو نژدې غړي امریکا ته ورغوښتلی شي چې د سي آی وي ویزې لري.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په دې اړه اعلامیه په خپله ویبپاڼه کې خپره کړې ده.

په دې اعلامیه کې راغلي:«که د امریکا د متحدو ایالتونو تابعیت لرئ، ممکن د خپل ژوند ملګرې (ښځه یا مېړه) او اولادونه او مور و پلار مو امریکا ته د فوري مهاجرت په شرایطو برابر وي. د امریکا اتباع همداراز خپلې خویندې، وروڼه او د بالغو مجردو وروڼو د رابللو لپاره غوښتنه کولی شي.»

د امریکا حکومت همداراز د هغو اولادونو په لېږدولو کې له تابعیت لرونکو او ګرین کارت لرونکو سره مرسته کوي چې مجرد وي او عمر یې تر ۲۱ کلونو زیات نه وي. خو د دې مقصد لپاره هغوی باید یوه داسې هیواد ته سفر وکړي چې هلته د مهاجرت د ویزې پروسه ترسره کېدای شي.

د ایس آی وي مهاجرتي ویزې درلودونکي یوازې د خپل ژوند ملګری/ ملګرې او تر ۲۱ کلونو کشر مجرد اولادونه غوښتلی شي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په عین حال کې ویلي چې له افغانستان څخه بل هیواد ته د وتلو د وېزې په اخیستلو کې مرسته نهشی کولی.

د دې معنا دا ده چې په شرایطو برابر کسان باید په خپله د پاکستان یا یوه بل هیواد، چې امریکا پکې سفارت لري، ویزه واخلي.

پاکستان په وروستیو کې د وېزې شرایط ډیر سخته کړي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب