پنجشنبه, اکتوبر 3, 2024
Homeخبرونهد اروپایي پارلمان غړې: د نړیوال بانک یوه ذره مرسته هم افغانستان...

د اروپایي پارلمان غړې: د نړیوال بانک یوه ذره مرسته هم افغانستان ته نه رسیږي

تاند (شنبه، د قوس ۱۱ مه) د اروپا په پارلمان کې د ایرلنډ یوې استازې کلر دالی له افغانستان سره د اروپایي او نړیوالې ټولنې د بشري مرستو پر کمښت او حتا نشتوالي توندې نیوکې وکړې.

هغې په یوه غونډه کې د خبرو پر مهال وویل چې له افغانستان او فلسطین سره په داسې وخت کې چې تر هر چا زیاتو بشري مرستو ته اړ دي، د بشري مرستو مخنیوی کیږي او پاملرنه نه ورته کیږي.

سرچینې د نړیوال بانک ۴۰۰ میلیونه ډالري بودیجې ته اشاره وکړه او ویې ویل چې له دې مرستې یوه ذره هم افغانانو ته نه ده رسېدلې.

د اروپا د پارلمان دغې غړې د افغانستان د هرات په ولایت کې د زلزلې له امله د شاوخوا ۳ زرو تنو وژل کیدو ته اشاره کړې او ویلي چې حتا خبرونه یې ورځپاڼو کې سم نه دي خپاره شوي.

نوموړې نیوکه وکړه چې په دې برخه کې توپیري چلند کیږي او باید دا لړۍ پای ته ورسول شي.

یو شمېر افغانان او څارونکي هم دغه هېواد سره د بشري مرستو له پلوه پر نړیوالو توندې نیوکې لري او وایي بېوزلۍ ځپلي او بشري ناورین کې اېسار افغانان له پامه غورځول شوي.

یو شمېر نور خلک بیا پر افغانستان د طالبانو حاکم رژیم هم ملامتوي او وایي دغه رژیم په خپلو افراطي کړنو نړۍ سره د افغانستان د تعامل مخه نیولې او حتا کېدونکو مرستو سره ناوړه چلند یې بېوزلۍ ځپلي ځپلي اغېزمن کړي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب