پنجشنبه, اکتوبر 3, 2024
Homeخبرونهد ملا هبت الله په مشرۍ د طالبانو د کابینې بله غونډه

د ملا هبت الله په مشرۍ د طالبانو د کابینې بله غونډه

تاند (شنبه، د قوس ۱۱ مه) د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان ملي تلویزون د ملا هبت الله اخوندزاده په مشرۍ د طالبانو د کابینې د بلې غونډې د ترسره کیدو خبر ورکړی.

سرچینې ویلي چې یاده غونډه تېره دوشنبه ترسره شوې.

ملي تلویزون د غونډې ځای نه دی ښودلی، خو ملا هبت الله له کندهاره پر افغانستان حاکمیت چلوي او د همدې لپاره یې د کابینې غونډې هم په دغه ولایت کې ترسره کیږي.

سرچینې د غونډې یو شمېر جزییات هم روښانه کړي چې تر ټولو مهم یې د برېښنا بېلونو د نه تحویلیدو له امله د جوماتو نو د پرې شوې برېښنا د بیا فعالیدو او دغه راز د زړو شویو مقدسو پاڼو د ساتنې لپاره د لازمو او خوندي ځایونو جوړول یاد شوي.

سرچینې: د طالبانو کابینې له ۲ میاشتو راهیسې کابل کې غونډه نه ده کړې – تاند (taand.net)

تر دې مخکې، د طالبانو د کابینې بله غونده هم د ملا هبت الله په مشرۍ په کندهار کې جوړه شوې وه.

هبت الله اخوندزاده په وروستیو کې کندهار ته د ډېرو واکونو په لېږد او د خپل رژیم د نورو چارواکو په بې صلاحیته کولو تورنیږي.

2 COMMENTS

  1. هیبتو بیا مخ دیوال ته کوی او خپله کونه د خپلی وژی او تژی ډلی ته ګرځوې داسی نشې چی دا ځل له کونی څخه یې دروازه جوړه شې

  2. شيخ صاحب،
    الحق مر (رښتيا خبره ګرانه ده).
    له الف نه تر ياء پورې ټول نګه ملايېزم دی او حکومت په يوازې توګه په نګه او هغه هم د ملا نديم او شيخ خالد په شان د وروسته پاتې ذهنيتونو په لرلو سره نه کيږي. حکومت د يو چتر بڼه لري او د ټولو مشترک ميراث دی. له حکومته مو مدرسه مه جوړوئ او مدرسه او ټول تعليمي بنسټونه او نور ټول بېلابېل بنسټونه د حکومت برخه وي او د حکومت تر چتر لاندې ټوله په ګډه کار وفعاليت کوي.
    د طالب او د امارت په شتون کې يوازې او يوازې د پاکستان ګټې نغښتې دي او بس.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب