Home+نن د معذورانو (معلولانو) نړیواله ورځ ده

نن د معذورانو (معلولانو) نړیواله ورځ ده

تاند- نن د ډسمبر درېیمه د معذورانو (معیوبانو) نړیواله ورځ ده.

په افغانستان کې د سره صليب کمېټه وايي، شاوخوا ۴،۴ ميليونه کسان بېلابېل جسمي معلولیتونه لري.

ياده کمېټه وايي، په افغانستان کې په اوو مرکزونو کې د فزیکي بیارغونې د پروګرام په پیلولو هر کال له ۲۰۰ زره کسانو سره مرسته کوي.

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د کړنلارې له‌ مخې چې د پخواني جمهوري حکومت پر مهال چمتو شوې وه، هر کال معذورانو ته ۶۰ زره او جزوي معلولانو ته ۳۰ زره افغانۍ مرستې ورکول کېدې، خو د دغو معذورانو په وینا اوس د مرستو اندازه ۳۶ زره او ۱۸زره ته راټیټه شوې ده.

د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلې د پرېکړې پر اساس، له ۱۹۹۲ راهيسې هر کال د دسمبر درېیمه د معذورانو یا معلولیت لرونکو وګړو د نړیوالې ورځې په توګه لمانځل کېږي.

د معلولیت لرونکو وګړو د نړیوالې ورځې د نومولو موخه د معلولیت اړوند مسئلو په اړه د عامه پوهاوي لوړول او د معلولیت لرونکو کسانو د وقار، حقونو او هوساینې ملاتړ کول دي.

د ملګرو ملتونو د ۲۰۲۳ کال د دې ورځې شعار “د معلولیت لرونکو وګړو لپاره د دوامداره پراختیايي اهدافو د ترلاسه کولو لپاره په ګډه کار کول” دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...