پنجشنبه, مې 9, 2024
Homeخبرونهستانکزی طالب ځواکونو ته؛ د مخالفانو په غونډو خپل مورال مه بایلئ

ستانکزی طالب ځواکونو ته؛ د مخالفانو په غونډو خپل مورال مه بایلئ

 تاند (یکشنبه، د قوس ۱۲ مه) د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال عباس ستانکزي د خپل رژیم ځواکونو ته د یوې وینا پر مهال له دوی غوښتي چې په بهرنیو هېوادونو کې د دوی د مخالفانو په غونډو او ویناوو خپل مورال ونه بایلي.

ستانکزي د طالبانو د یو شمېر ځواکونو فراغت غونډې ته د وینا پر مهال د طالبانو پر مخالفانو توند تورونه هم پورې کړل.

هغه، د خپل رژیم مخالفان« داړه ماران، لېوان، د لسګونه میلیونه ډالرو غله» او په نورو نومونو یاد کړل او زیاته یې کړه چې اکثره مشران یې په څارنوالۍ او عدلیې وزارت کې دوسیې لري.

عباس ستانکزي په  مشخص ډول د کوم طالب ضد څېرې نوم وانخېست، خو اشاره یې تر ډېره په وروستیو کې د سیمه ییزو هېوادونو په کوربه توب جوړو شویو غونډو ته وه چې د طالبانو مخالفو څېرو پکې ګډون درلود او طالبانو ته یې توند پيغامونه وړاندې کړل.

دغه طالب چارواکي یادې غونډې« ناقانونه» وبللې او ویې ویل چې موخه یې د دوی د رژیم د نسکورولو لپاره« بې پایلې» هڅې دي.

تر ستانکزي وړاندې د طالبانو د دفاع وزیر ملا یعقوب مجاهد هم د یادو غونډو په اړه توند غبرګون ښودلی و.

د طالبانو منتقدان بیا دوی تورنوي چې واکمن رژیم نه یوازې د خپلو بې اعتباره شویو جنګي مخالفانو؛ بلکې ملت ډېرو مهمو نیوکو او پوښتنو ته په ځواب ویلو او قناعت بښلو پاتې راغلی.

د دوی په وینا، طالب چارواکي ټولو افغانانو سره د زور په ژبه غږیږي، له ښځو او نارینه وو ټولو یې په مختلفو بڼو د زده کړو، کار، وینا او په خپله سلیقه ژوند کولو حقونه اخیستي او خلک یې یو ډول یرغمل کړي چې دا وضعیت به ډېر دوام او ښې پایلې ونه لري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب