جمعه, مارچ 29, 2024
Homeروغتیاد لاس مینځلو له پاره صابون ښه دی که شامپو؟ /جاوېد اوربل

د لاس مینځلو له پاره صابون ښه دی که شامپو؟ /جاوېد اوربل

په دې وروستیو کې بازار ته خارجۍ داسې شامپوګانې راغلي دي چې د لاس مینځلو په نوم مشهورې دي.

دا شامپوګانې د صابون ځای نه شي نیولی. صابونونه پر دوه ډوله دي: یو عادي صابونونه دي او بل د مکروب ضد صابونونه دي.

د مکروب ضد صابونونه پر لاسونو د پرتو مکروبونو د پاکولو تر څنګ هغه وژني هم خو عادي صابونونه مکروبونه له لاسونو څخه توږي یا یې لیري کوي.

ځینې شامپوګانې چې د لاس مینځلو له پاره په بازار کې دي؛ خصوصا د کابل په بازارونو کې، د هغو شامپو ګانو سره چې د سر ویښتان پرې مینځو یا هم لوښې پرې مینځو هیڅ فرق نه لري یا هم ډير لږ فرق لري.

یعنې دا شامپوګانې په خپل ترکیب کې د صابون مواد یا داسې مواد نه لري چې له لاسونو څخه مکروبونه مړه یا یې په کامل ډول پاک کړي.

یوه تجربه وکړئ؛ لاسونه مو په مرچو ولړئ، بیا مو لاسونه په همدې شامپو ومینځئ، له مینځلو وروسته یې ژبې ته وروړئ چې خوله مو ترخه کیږي که نه، که چیرې ترخه شوه نو وپوهیږئ چې دا شامپو مو له لاسونو څخه نور ډیر مکروبونه هم نه شي پاکولی.

که چیرې عینې کار بیا د صابون سره وکړئ نو در معلومه به شي چې صابون نسبت د لاس مینځلو شامپو ته ښه پاکول کوي.

هغه کسان چې په شفاخانو کې کار کوي تر ډیره په ځینو طبي مایعګانو لاسونه وهي چې د مکروب ضد خاصیت لري خو له روغتون څخه بهر له دې مایعګانو څخه استفاده قیمتي پریوځي او ممکن په ځینو وختونو کې د لاسونو پوستکی متضرر کړي.

نو همیشه په کور کې د لاس مینځلو له پاره له صابون څخه استفاده وکړئ. د لاس پاکولو په خاطر اوس بازار ته لانده کاغذي دستمالونه هم راوتلي دي چې د هغوی استعمال هم کاملا د مکروبونو د لیري کولو ضمانت نه کوي.

 نو که هر چیرې یې او لاسونه مو چټلیږي لومړی صابون او پاکې اوبه پیدا کړئ او که دا دوه شیان نه وو نو په لاندو کاغذي دستمالونو او شامپو سره د لاسونو مینځل تر نه مینځلو ښه دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب