چهارشنبه, دسمبر 17, 2025
Home+نوې څېړنه: تریخ/ تور چاکلېټ د زړښت بهیر سوکه کوي

نوې څېړنه: تریخ/ تور چاکلېټ د زړښت بهیر سوکه کوي

تاند (سې شنبه، د لیندۍ/ قوس ۲۵مه) سره له دې چې خواږه په تېره بیا بوره د روغتیا لپاره مضره بلل کېږي په تېره بیا د هغوی لپاره چې مېوه وررسېږي، ساینسپوهانو د تور چاکلېټ په ترکیب کې د یوې موجودې مادې او د بدن د بیولوژیکي زړښت د ورو کېدو ترمنځ اړیکه موندلې ده.

د یوې نوې څېړنې له مخې، «تیوبرومین» چې په طبیعي ډول په تور چاکلېټ کې شته، ښايي د زړښت ضد ځانګړتیاوې ولري.

دا څېړنه چې د چهارشنبې په ورځ په علمي مجلهAging کې خپره شوې، ښيي چې تیوبرومین—یو عام نباتي ترکیب دی چې د کاکاو له دانې ترلاسه کېږي—د بدن د بیولوژیکي زړښت بهیر ورو کولی شي.

د دې څېړنې مشره لیکواله او د لندن د کینګز کالج د اپي‌جینومیکس څېړنیزې ډلې مشره، جوردانا بل، وايي: «زموږ څېړنه ښيي چې د تور چاکلېټ د یوې اصلي برخې او د اوږدې مودې لپاره د ځوان پاتې کېدو ترمنځ اړیکه شته.»

هغې ټینګار کړی: «موږ دا نه وایو چې خلک باید زیات تور چاکلېټ وخوري، خو دا څېړنه زموږ سره مرسته کوي چې پوه شو ورځني خوراکي توکي د سالم او اوږد ژوند نښې څنګه لرلی شي.»

څېړونکو په بریتانیا کې د ۵۰۹ کسانو او په جرمني کې د ۱،۱۶۰ کسانو معلومات ارزولي او دې پایلې ته رسېدلي چې هغه کسان چې په وینه کې یې د تیوبرومین کچه لوړه وه، د خپل واقعي عمر په پرتله له بیولوژیک پلوه ځوان وو. بیولوژیک عمر دا ښيي چې بدن د روغتیا او فعالیت له پلوه په کوم پړاو کې دی، نه دا چې یوازې څو کاله عمر یې شوی وي. دا شاخص د حجرو، نسجونو او غړو د زړېدو کچه ښيي چې د ژوند د طرز، چاپېریال او جنټیک تر اغېز لاندې وي.

دا نښې د «ډي‌اېن‌اې» پر کچه د ډېرو وړو کیمیاوي بدلونونو پر بنسټ سنجول کېږي چې «مېتیلاسیون» بلل کېږي او د عمر له زیاتېدو سره په منظم ډول بدلېږي.

ساینسپوهانو د ګډونوالو د بیولوژیک عمر د معلومولو لپاره د هغوی د ډي‌اېن‌اې کیمیاوي بدلونونه وڅېړل او همدارنګه یې د «تلومیرونو» اوږدوالی اندازه کړ. تلومیرونه د کروموزومونو په پای کې محافظتي جوړښتونه دي، چې لنډېدل یې د عمر له زیاتېدو او د زړښت له ناروغیو سره تړاو لري.

تر دې وړاندې هم تور چاکلېټ د روغتیا له ځینو احتمالي ګټو، لکه د زړه له سلامتۍ سره تړل شوی و. خو څېړونکي وايي چې د تیوبرومین او د زړښت د بهیر ترمنځ د اړیکې د بشپړ درک لپاره لا نورو څېړنو ته اړتیا ده.

د اکسفورډ پوهنتون د تغذیې، چاغښت او د سلوکي علومو مرستیال استاد، دیمیتریوس کوتوکیدیس، وايي: «که څه هم دا څېړنه یوې جالبې اړیکې ته اشاره کوي، خو دا نه ښيي چې د چاکلېټ د زیات یا کم مصرف له امله د تیوبرومین د کچې بدلون زموږ پر روغتیا څه اغېز لري.»

هغه زیاتوي چې د چاکلېټ په ترکیب کې موجوده اضافي بوره او غوړ ښايي د هغې احتمالي مثبتې اغېزې خنثی کړي.

نوموړي وویل: «سره له دې، که څوک چالکېټ خوښوي، غوره ده چې په لږ مقدار او په نادر ډول یې وخوري.»

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

په لغمان کې تر میلاد مخکې دورې لرغونی اثار وموندل شول

تاند (دوشنبه، د لیندۍ/ قوس ۲۴ مه) د لغمان ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست د یکشنبې په ورځ په یوه خبرپاڼه کې اعلان...