تاند ( سې شنبه د لیندۍ ـ قوس ۲۵مه) د امریکا د متحده ايالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د بيبيسي پر ضد د «دروغو خپرولو» په تور حقوقي دعوه ثبت کړې او تر ۱۰ میلیارده ډالرو پورې يې د تاوان غوښتنه کړې ده.
ټرمپ ادعا کړې، «بيبيسي» د جنورۍ د شپږمې نېټې د هغه د وینا د ایډیټ له لارې داسې انګېرنه رامنځته کړې، چې ګواکې ده خپلو پلویانو ته د امریکا پر کانګرس د برید امر کړی دی.
د ټرمپ په وینا یادې رسنۍ د وینا ځینې برخې قصداً سره نښلولي، چې پکې د کانګرس پر لور د تګ او «تر پایه وجنګېږئ» جملې شاملې دي.
ټرمپ زیاتوي، په راپور کې هغه برخه نه ده شامله شوې، چې پکې یې له پلویانو د سولهییز لاریون غوښتنه شوې.
ټرمپ دا چاره یې د حقیقت تحریف بللې ده.
د یادې رسنۍ مسوولانو تر دې دمه په دې تړاو کوم غبرګون نه دی ښودلی.