Homeخبرونهد امریکا پر براون پوهنتون د بریدګر د پېژندنې لپاره د ۵۰...

د امریکا پر براون پوهنتون د بریدګر د پېژندنې لپاره د ۵۰ زره ډالرو جایزه اعلان شوې

تاند ( سې شنبه د لیندۍ ـ قوس ۲۵مه) د امریکا د فډرال څېړنیزې ادارې (اېف‌بي‌ای) رييس کش پاتېل د رود ایلند ایالت د پراوېډنس ښار پر براون پوهنتون د وروستي برید د عامل د پېژندنې او نیول کېدو لپاره د معلوماتو په بدل کې د ۵۰ زره ډالرو جایزه اعلان کړې ده.

نوموړي پر خپله اېکس‌پاڼه د شکمن کس عکسونه خپاره کړي او ویلي یې دي، هر هغه معلومات چې د تورن کس د نیول کېدو لامل شي، د جایزې مستحق به وي.

یاد برید درې ورځې وړاندې شوی، چې له امله یې دوه زده‌کړیالان وژل شوي او نهه نور ټپيان شوي دي.

د براون پوهنتون مسوولانو ویلي، یو شکمن کس چې د پېښې په سبا نیول شوی و، د کافي شواهدو د نشتوالي له امله خوشې شوی دی.

براون پوهنتون د امریکا له پخوانیو خصوصي څېړنیزو پوهنتونونو څخه شمېرل کېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د مصنوعي ځیرکتیا په وسیله د سندرو جوړول

تاند - مصنوعي ځیرکتیا (AI) په وروستیو کلونو کې د موسیقۍ نړۍ ته نوې بڼه ورکړې ده. اوس داسې سیستمونه رامنځته شوي چې کولی...