پنجشنبه, فبروري 5, 2026
Homeخبرونهپه کندوز کې لسګونه کسان په ترافیکي پېښه کې سخت ټپیان شوي

په کندوز کې لسګونه کسان په ترافیکي پېښه کې سخت ټپیان شوي

تاند (پنجشنبه، د اسد ۱۹مه) په کندوز ولایت کې په یوه ترافیکي پېښه کې یو تن مړ شوی او ۴۵ نور ژوبل شوي دي.

دا پېښه د چهارشنبې په ورځ ماسپښین مهال د امام صاحب ولسوالۍ کهنه قلعه ته نژدې شوې ده.

د کندوز د عامې روغتیا ریاست په یوه خبرپاڼه کې ویلي، یو پیک اپ موټر، چې ماشومان او ښځې پکې سپرې وې او واده ته روان وو، له سړکه واوښت او چپه شو.

د کندوز د روغتیا ریاست پر اساس، په دې پېښه کې یو ماشوم، چې ۸ کلن و، مړ شوی او ۴۵ نور، چې ښځې او ماشومان دي، ژوبل شوي دي.

خو ډاکتران وايي چې د ګڼو ټپیانو حال نازک دی او ممکن د مړینو شمېر زیات شي.

ټپیان د امام صاجب او کندوز روغتونونو ته وړل شوي دي.

د دې پېښې علت د چلوونکي بې احتیاطي او تر اندازې زیات سرعت بلل شوی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

 مطالعه او ژوند | ذبیح الله شفق

ویکټور هوګو به ویل چي کتابونه ساړه دوستان دي، خو البته د ډاډ وړ. د ابن رشد عالم په باب دا خبره ډېره مشهوره...