دوشنبه, اپریل 29, 2024
Home+له ذهني اړخه څومره پیاوړي یاست

له ذهني اړخه څومره پیاوړي یاست

ژباړه: سیف الله هلمند

د ذهني اړخه څومره انعطاف منونکي یاست؟

مخکي له دې، چي تفصیلي بحث ولیکم، لومړی به ووایم چي ذهني پياوړتیا څه شی ده: ذهني پياوړتیا د یو شخص هغه ظرفیت دی، چي په اغېزناکه توګه د سټریس، فشار، ذهني ستړیا او یا نورو ننګونو سره په ښه توګه مبارزه وکړای سي.

ځيني خلک په خپل ژوند کې له ناکمېدو څخه وروسته ډېر ژر شاته قدم اخلي او ځيني نور بیا برعکس دا کار نه کوي.

ایا تاسو د هغو اشخاصو له ډلې څخه یاست، چي کله په ژوند کې ناکام سئ بېرته ژر ولاړیږئ او له همدې شرایطو سره ځان عیاروئ؟ او که له هغو اشخاصو څخه یاست، چي ځان تر زیات فشار لاندي احساسوئ، پر ځان مو باور لږ وي او یا له ستونزو او کړاونو سره مبارزه نه کوئ؟

که چیري تاسو ځان په دا وروستۍ کټګوري کې وینئ، نو د تشویش هیڅ خبره نه سته، له نېکه مرغه دلته څو ډوله ستراتیژي سته، چې په عملي کولو سره يې تاسو خپل ذهني حالت انعطاف منونکی کولای سئ او دا هرڅه تاسو په عملي کولو، ډیسپلین او سخت کار سره کولای سی.

زموږ ذهني انعطاف منونکی حالت هغه وخت ازمویل کیږي، چې په ژوند کې زموږ د تمې خلاف څه رامنځته سي او هرڅه په یو بل پسي ویجاړ سي، دا حالت کېدای سي د هر چا لپاره مختلف وي، د بېلګې په توګه د کورنۍ د یو غړي له لاسه ورکول، دنده له لاسه ورکول، د یوې رشتې پای ته رسېدل او نور… په هر حال په ژوند کې مو داسي حالات یو فرصت وګڼئ او په ښه توګه دا حالات مدیریت کړئ، تر هغه اندازې پوري چې تاسو تر خپل پخواني حالت نور هم ذهناً غښتلی کړي.

مطالعه وکړئ، نوي تخنیکونه زده کړئ، ترڅو ستاسو ذهني انعطاف منونکی حالت نور هم غښتلی سي، ترڅو په اغېزمنه توګه د ژوند د هر کږلېچ سره مبارزه وکولای سئ.

لکه څنګه چې مخکې مې وویل: ذهني پياوړتیا د یو شخص هغه ظرفیت دی، چې په اغېزناکه توګه د سټریس، فشار، ذهني ستړیا او یا نورو ننګونو سره په ښه توګه مبارزه وکړای سي. د ذهني حالت پیاوړي کول د ښه ژوند لپاره یو تر ټولو بنسټیز کار دی، لکه څنګه چې موږ د خپلې بدني ښکلا جوړولو لپاره کلب (جیم) ته ځو، همداسي موږ باید د خپل ذهني حالت د پياوړي کولو لپاره ځيني ذهني اسباب او تخنیکونه وکاروو.

غوره ذهني روغتیا موږ ته د هغه ژوند په راکولو کي مرسته کوي، کوم چي موږ يي غواړو، باارزښته ټولنیزي اړیکي، مثبته ځان مننه یاني په مثبته توګه د ځان سره مینه کول. دا هرڅه موږ ته دا وړتیا راکوي، چي په ژوند کي ریسک واخلو، نوي څېزونه وازمایو او د هغه ناخوالو، سختیو، کږلېچونو سره مبارزه وکړو چي په ژوند کي ورسره مخ کیږو.

(د هغه ورځنیو عدتونو پياوړي کول، چي ذهني حالت مو غښتلی کوي او د هغو عدتونو له منځه وړل، چي شاته مو پریږدي ذهني پیاوړتیا بلل کیږي) مارین.

که چیري موږ غواړو، چي د خپل وجود فزیکي ښکلا ووینو، نو موږ باید خپل ناروغ او ناجوړ خویونه لکه ناسالمو خوړو خوړل او نور پریږدو، همداسي که موږ غواړو چي ذهني حالت مو پياوړی وي، نو باید د منفي فکرو څخه په کلکه ډډه وکړو.

موږ ټول ددې وړتیا لرو، چي د ذهني اړخه پیاوړي اوسو، خو ترټولو مهم اړخ دادی، چي موږ باید د خپل ذهني حالت د پیاوړتیا په موخه تمرین او مشق ته دوام ورکړو.

ذهني سختي د MTQ48 Psychometric Tool چي د فروفیسور پيټر لخوا تشریح سویدي اندازه کولایسو، چي عبارت دي له: کنټرول، ژمن اوسېدل/پاتېدل، ننګونه او باور. 

کنټرول: 

دا هغه اندازه ده، چي تاسو فکر کوی، ژوند مو په کنټرول کي دی، په دې کي ستاسو احساسات او د ژوند کولو د مقصد موخه شامله ده.

د کنټرول عنصر د ځان د درناوي احساس دی، چي څومره مو هم پرځان کنټرول پیاوړی وي، په هماغه اندازه تاسو هغه چاپيریال کي چي ژوند کوی، کوم ډول رنګ لری، څوک یاست او چي څنګه یاست ورسره ارامښت لری. په داسي حالاتو کي تاسو خپل احساسات په ښه توګه کنټرولوای سی، خپل احساسات پټ ساتلی سی، د بل شخص په وجه مو احساسات نه پاریږي. خو که چیري تاسو پر خپل ځان کنټرول نه لری اویا  لږ کنټرول لری، فکر کوی چي څه درسره کیږي کنټرول او اغېز پرې نه لری، چي دغه شرایط ستاسو د بریا مخه نیسي او ددې مخه ډب کوی، چي خپل موخي ترلاسه کړی.

ژمن پاتېدل: 

ژمن پاتېدل ستاسو د شخصي تمرکز او ډاډمنتوب اندازه ده. چي څومره هم په لوړه اندازه ژمن یاست، په هماغه اندازه د ښه او موثري موخي ټاکلی سی او په دوامداره توګه هغه ترلاسه کولای سی، بېله دې چي مخ ترې واړوی. په لوړه اندازه ژمن پاتېدل دېته اشاره کوي، چي تاسو پخپلو ورځينو چارو کي هغه عدتونه او کارونه کوی، چي تاسو د بریالیتوب پوړیو ته رسوی.

او ژمن نه پاتېدل بیا دېته اشاره کوي، چي ستاسو لپاره به دا ډېره سخته وي، چي د خپل ځان لپاره موخي وټاکی، خپل لومړیتوبونه وپېژنی او یا هغه چاري ترسره کړی، چي تاسو خپلو موخو ته نه رسوي او هم کېدایسي چي په ډېري اسانۍ سره د نورو اشخاصو په سبب د خپلو موخو څخه وګرځی او بلارخره خپلو موخو ته د رسېدو پرځای د نورو سره بېځایه سیالۍ پيل کړی.

کنټرول او ژمن پاتېدل دواړه هممهاله د انعطاف مننې د ذهني سختۍ د پېژندني د برخي استازیتوب کوي. دا یو مفهوم افاده کوي، هغه داچي تاسو په دې پوهیږی، چي پرخپل ځان باور مو د بریا تر پوړیو رسوي.

ننګونه

ننګونه ستاسو توافق او انعطاف مننه اندازه کوي. 

چي څومره هم د ننګونو پر وړاندي تاسو پياوړي یاست، په هماغه اندازه تاسو خپل شخصي څه ترلاسه کولایسی، تاسو تکړه، ژوندی او انعطاف منونکی یاست او بلاخره تاسو ننګونو او توپيرونو ته د یو فرصت په توګه ګوری، نه د یو ګواښ.

خو که چیري تاسو د ننګوني پر وړاندي، کمزوري یاست، ډار ځیني خوری، نو تاسو به ننګونو ته د ګواښونو په سترګه ګوری، نه د فرصتونو او کله به هم تاسو د ننګونو سره د مقابلې پرځای د ناکامی څخه د ډار په وجه ګام پورته نه کړی.

باور:

دا هغه څه روښانه کوي، چي تاسو پر ځان په څومره اندازه باور، څومره وړ او څومره نوښتګر شخص یاست؟

دا ستاسو پر خپل ځان باور دی، هغه باور چي پر بنسټ يي تاسو نور هم تر خپل تاثیر لاندي راویستلای سی. چي پر ځان مو باور اندازه زیاته وي، نو تاسو به په بریالي توګه خپل کارونه ترسره کوی او خپل په ورځنیو چارو کي به تکړه او فعال یاست.

برعکس که مو پرځان باور کم وي، نو تاسو به د مشکل څخه په اسانی شاته ځی او پر دې باوري یاست، چي هیڅوک هم ستاسو تر تاثیر لاندي نه راځي او بلاخره تاسو خپلو موخو ته د رسېدو څخه لاس په شا کیږی.

نور بیا…..

زه باوري یم، چي تاسو يي کولای سی!.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب