Homeخبرونهد پاکستان په ناکراریو کې مرګ ژوبلې په زیاتېدو دي

د پاکستان په ناکراریو کې مرګ ژوبلې په زیاتېدو دي

تاند (پنجشنبه، د اسد ۱۹ مه) د پاکستان په بیلابیلو سیمو کې د حملو په ترڅ کې لسګونه کسان وژل شوي یا ټپیان شوي دي.

پرون (چهارشنبه) د خیبرپښتونخوا په باجوړ کې په یوه ځانمرګي برید کې د ملېشه ځواک (ایف سي) لږترلږه ۵ سرتېري او دوه ملکیان ټپیان شول.

په باجوړ کې تر دې وړاندې د جولای په ۳۰ مه د جمعیت علمای اسلام ګوند په غونډه کې ځانمرګي برید لږترلږه ۶۴ تنه وژلي وو.

پرون د بلوچستان ایالت په مرکز کوټه، او د دغه ایالت په ژوب او کلات سیمو کې په درو جلا پېښو کې د چارواکو په وینا لږترلږه دوه سرتېري او درې بریدګر ووژل شول.

د بلوڅانو د ازادۍ پوځ، چې د یوه خپلواک هیواد لپاره مبارزه کوي، د کوټې او کلات کې د حملو مسوولیت منلی دی.

په کوټه کې د لاسي بم په برید کې د دوو پولیسو په ګډون پنځه کسان ژوبل شوي دي.

پولیس وايي په ژوب کې د پوځي عملیاتو په ترڅ کې نښته وشوه، چې په نتیجه کې یې درې مشکوک وسلوال ووژل شول او دوه سرتېري ژوبل شول.

 د ژوبل د برید مسوولیت چا نه دی منلی. د پولیسو یوه چارواکي محمد حنیف نورزي ویلي د سې شنبې په ورځ د کلات په منګوچر کې پر سرتېرو موټرسایکل سپرو وسلوالو ډزې وکړې او دواړه یې ووژل.

په پاکستان کې د شخړو او امنیتي مطالعاتو انسټیټیوټ (پي ای سي ايس ايس) تېره میاشت په خپل شپږ میاشتنی رپور کې ویلي و، په بلوچستان کې د ۲۰۲۳ م په لومړیو شپږو میاشتو کې د ترهګرۍ ۷۵ پېښې شوي چې په کې ۱۰۰ تنه وژل شوي او ۱۶۳ نور ټپیان شوي دي.

په رپور کې ویل شوي و چې په بلوچستان کې د ۲۰۲۲ پرتله په تروریستي بریدونو کې زیاتوالی راغلی دی.

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...