دوشنبه, مې 13, 2024
Homeخبرونهناروې هره ورځ میټا شرکت ۱۰۰ زره ډالره جریمه کوي

ناروې هره ورځ میټا شرکت ۱۰۰ زره ډالره جریمه کوي

تاند – په ناروې کې د شخصي معلوماتو د ساتنې اداره وايي، د سوداګري اعلانونو لپاره د کاروونکو د شخصي له شخصي معلوماتو د کا راخیستلو د بندیز په خاطر د فیسبوک او ایسټاګرام خاوند هره ورځ ۱۰۰ زره ډالره جریمه کوي.

دې ادارې د سې شنبې په ورځ (د اګست ۷ مه) وویل چې دا جریمې د یکشنبې له ورځې پیلیږي.

د ناروې د شخصي معلوماتو د ساتنې ادارې د نړیوالې څانګې مسوول توبیاس یودین وویل، دا پرېکړه یې کابو یوه میاشت پحوا کړې وه او ویلي و چې د مټا شرکت د فیسبوک او انسټاګرام کاروونکو ته د سوداګري اعلانونو د استولو د اړوندو مقرراتو سرغړونه کوي.

ده د جریمې د پیلولو په اړه وویل چې مټا شرکت په ټاکل شوي مهلت کې دا ستونزه حل نه کړه.

مټا شرکت تېره اوونۍ ویلي و چې د اروپايي اتحادیې په غړیو هیوادونو کې، چې ناروې هم پکې شامله ده، د سوداګري اعلانونو تر استولو مخکې به د کاروونکو نظر وغواړي چې ایا موافق دي او که نه دي.

خو یودین وايي، د مټا شرکت دا ژمنه مثبت ګام دی، مګر ستونزه دا ده چې تر هغو پورې مټا شرکت د کاروونکو شخصي معلومات ټولوي او په غیرقانوني ډول یې تجزیه او تحلیلوي.

مټا شرکت ته په دې توګه څرګندیږي چې کوم سوداګري جنس خلک خوښوي څو د هماغه جنس اعلان وروښيي.

1 COMMENT

  1. د ناروی هیواد د ناټو غړیتوب لری خو د اروپائی اتحادئی غړیتوب نلری نو ځکه ئی د مټا شرکت سره ستونزه پیدا سویده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب