Homeخبرونهمجاهد د پاکستان د تورونو په ځواب کې: د داعش ګڼ پاکستاني...

مجاهد د پاکستان د تورونو په ځواب کې: د داعش ګڼ پاکستاني غړي مو نیولي او وژلي

تاند (چهارشنبه، د اسد ۱۸مه) د افغانستان د طالبانو حکومت د پاکستان د دې تور په ځواب کې چې د دغه هیواد په بریدونو کې افغانان لاس لري، وویل، په تېر یوه کال کې په افغانستان کې د داعش لسګونه پاکستاني غړي وژل شوي یا نیول شوي دي.

د حکومت ویندوی ذبیح الله مجاهد نن (چهارشنبه) فرانس پریس خبري اژانس ته وویل:«تېر کال زموږ (امنیتي) ځواکونو ۱۸ تنه له منځه یووړل چې پاکستانیان ول.»

ده زیاته کړه:«دوی د داعش غړي وو، په بیلابیلو بمي او نورو حملو کې یې لاس درلود.»

مجاهد همداراز وویل، لسګونه نور ژوندي نیول شوي او اوس د افغانستان په محبسونو کې دي.

مجاهد پرون (سې شنبه) پر خپله ټویټرپاڼه کښلي و چې د سیمې په هیڅ هیواد کې د امنیت په برخه کې د ناکامۍ پړه باید د افغانستان د چارواکو په غاړه وانه چول شي.

تر دې یوه ورځ وړاندې؛ یعني د دوشنبې په ورځ د پاکستان د پوځ لوی درستیز جنرال سید عاصم منیر په پېښور کې یوې غونډې ته ویلي و‌ چې په پاکستان کې د ترهګرۍ لپاره هیڅ ځای نشته او په پاکستان کې د ترهګرۍ په پېښو کې د افغانانو ښکیلتیا د سیمې ثبات او سولې ته یو خنډ دی.

ده په افغانستان کې د طالبانو حکومت ژمنو ته په اشارې وویل، «دا د دوحې د تړونه سرغړونه ده.»

دې ته ورته تورونه له دې مخکې د پاکستان د بهرنیو چارو او دفاع وزارتونو له لوري هم لګول شوي دي. څه موده وړاندې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ادعا وکړه چې د پاکستان په ناامنیو کې ځینې افغانان هم ښکېل دي او دوی یې ثبوتونه او شواهد د طالبانو له حکومت سره شریک کړي دي.

د بلوچستان د ژوب پر چاوڼۍ د حملې د عاملانو په اړه پاکستاني چارواکو ادعا کړې چې له ۵ بریګرو ځنې یې ۳ افغانان وو. دوی همداراز په باجوړ کې د جمعیت علمای اسلام ګوند پر غونډه د داعش د برید عامل هم د افغانستان تبعه بللی دی.

د پاکستان د تورونو د رد په اړه د ذبیح الله مجاهد اعلامیه:

Image

 

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...