یکشنبه, مې 5, 2024
Homeمقالېرهبري (ليډر شپ) / ملک امان کاسى- کوټه

رهبري (ليډر شپ) / ملک امان کاسى- کوټه

ام، ولس او ملت په هغه رهبري (ليډرشپ) خپل سر قربانوي چې وژن Vision يې اوږدمهاله [Long Term] اهداف ولري، قامي غلامي، جبر او استحصال د له منځه وړلو لپاره مبارزه  وکړي او ولس ته ازادي، امن  او خوشحالي راوړي.

رهبر لارښود وي، وژن لاروي او هدف منزل وي.

په قامي تحريک کې د رهبري منظم  او مضبوط کردار وي، د غلام، مظلوم او استحصال زده ولس په بيدارۍ کې د رهبري کردار منل شوى وي، ريښتينې رهبري د قامي تحريک [National Movement] له منځه پيدا کېږى او وروسته د تحريک منظم کېدوسره د بري اوکاميابۍ پړاوونه سر ته رسوي.

لېډرشپ سرښندونکي ملګري او کارکنان پيدا [Followers]کوي او جوړوي. له ملګرو او کارکنانو هغه کارونه اخلي [Followers] چې تر هغې نه په پوهېږى چې د [Followers] مشرتابه مقاصد له ملي، قومي او ولسي احساساتو او اهدافو سره هم اهنګ شي. په داسې پړاوکې دا سوال زموږ مخې ته راځي چې مشر يا رهبر  څه رنګه  دى؟ هرڅوک دمشرتابه په دعوه کولومشر نه شي جوړېداى. لکه په پښتونخوا اوبلوچستان کې چې هر سړى ځان ته رهبر وايي او د رهبرۍ دعوه کوي. د رهبرۍ يو څه خصوصيات هم وى. په ټوله نړۍ کې رهبري يا مشرتوب په دوه ډوله دى.

(١) ټرانسيکشنل (Transactional) لېډرشپ:

دارهبري نه بلکې کاروباري، دوکانداري، تجارتي او موقع پرست خلک وي، د دوى د خپل قام، ولس او ملت سره تعلقات يواځې د خپلو شخصي، اقتصادي او کاروباري ګټو  تر حده پورې وي. دا کاروباري رهبري که يوې خواته چاته څه ورکوي نوپه بدل کې ډېر څه ځنې اخلي هم. د نړۍ يو نامتو سکالر جيمزميک ګريګربمس د داسې ډول رهبري تعريف داسې کړى دى يعنې تعلقات،رشته او سياست يواځې تر کاروبار او دوکانداۍ پورې وي. ووټ (رايه) راکه نوټ واخله، په ټاکنو کې کار راته وکړه نوکري واخله، پيسې راته خرڅې کړه ټېکې به  درکړم، د ګوند په چارو کې چنده ورکړه، د اسمبلۍ ممبر، وزيراو سنېټر به شې او پرمختګ به وکړې.

کاروباري رهبري د اديب اوشاعرسره هم داسې تعلقات ساتل غواړي، چې زما او زما د ګوند ترانې به وايې او په بدل کې به مځکه، پرمټ او نورمراعات اخلې. په دې مصنوعي او غيرفطري پاکستان کې او هم په پښتونخوا اوبلوچستان کې د داسې ليکوالانو، اديبانو، شاعرانوکمى هم نه شته. نومونه يې ځکه نه اخلم چې دخپل قلم سپکاوى ګڼم. دغه د راکړه واخله سياست زموږ په وطن پښتونخواکې ښه په درب روان دى. څوک قام خرڅوي، څوک وطن او څوک قرآن چې په کورکې يې سايکل نه درلود هغه نن په دې سياست کې دبنګلو، فلېټونو، پجيرو او نورو ډول- ډول موټرو خاوندان شول. د باچاخان  اوخدايي خد متګارانو، د ذوالفقارعلي بوټو، بېنظير بوټو او مفتي محمود په نامه سياست ، د هر چا څخه او په هررنګ کې وي، که په حکومت کې وي، که په اپوزېشن کې، کاروبار دى، کاروبار دى. قومي هدف خرڅ شو، منزل خرڅ شو، قرآن خرڅ شو، د ازادۍ اوشعريعت لار پاتې شوه، ملک او وطن لمبه لمبه او سور تنور شو، د پاکستاني بدمستو جرنېلانو په لاسونوکې لوبېږي او په وطن اوخاوره يې د اورلمبې بلې کړي دي. قام يې د ورکېدو او پنا په لور روان کړى دى، ټوله نړۍ د افغان وطن په باره کې په غور و فکر بوخته ده، د امريکې، پاکستان او افغانستان ترمنځ جنګ هم په درز روان دى اوخبرې اترې هم روانې دي خو!!!! يو پټان خان په بېنکوکې ناست نوټونه حسابوي اودې ته فکر نه شته چې د قام ناتار په قام راګرځي، دا فکرنه شته چې په کورکې سره جرګه مرکه شو، چې د ګران افغانستان او محکوم افغانستان خلاف کوم سازشونه او دسيسې روانې دي، هغو چېلنجونو ته جواب ووايو. دا دې د پاکستاني، پارليماني، پلورونکي يعنې کاروباري او تجارتي سياست نتايج.

 (٢) انتقالي رهبري:

دا رهبري حقيقي او انقلابي وي چې خپل جذبات ، احساسات، خواهشات او ذاتي مفادات په قام او ولس قربانوي. دا رهبري وي، د داسې رهبرۍ لپاره ويل کېږى چې:

تاريخ داسې رهبري د ولس دمنځ نه تحليق کوي، خصوصيت يې دا وي چې قامونه د غلامۍ، جبر، ظلم او استحصال نه خلاس کړي. په داسې رهبري کې د لوى خداى د عظيمو پيغمبرانو نه  پس د باچاخان، خان شهيد عبدالصمد خان، ګاندي جى، جمال عبدالناصر، کمال اتاترک او غازى امان الله خان نومونه ديادونې وړدى.

ستاد ښايست ګلونه ډ ېر دي

ځولۍ مي تنګه زه به کوم کوم ټولومه

په انقلابي رهبرانو کې لېنن، ماوزېتنګ، هوچى من ، چې ګوېرا، جيولس فرېري، نيلسن منډېلا هغه رهبران وو چې د غلامۍ، ناانصافۍ، ظلم اولوټ کسوټ خلاف په قام اوولس کې د بيدارۍ تحريک اوجذبه پيداکړه. که څۀ هم د دغو رهبرانو په وخت او زمان کې کاروباري ليډران موجود وو خوهغه د تاريخ څپېړو ختم کړل اوحقيقي اوانقلابي رهبري د تاريخ په پاڼو کې د تل لپاره ژوندي پاتې شو. په پښتونخوا او بلوچستان کې هم ډېر خلک سياست ته له راتلو سره د رهبري دعوېدار دي خوزياتره دي چې ورته رهبر نه بلکې دوکاندار ويل پکار دي.

دوى هروخت او په هره موقع دموقع پرستۍ او ذاتي ګټو د خوندي ساتنې مظاهره کوي، چې وچه ډوډۍ به يې خوړله، اوس يې پر  دسترخوان هره شپه ډول- ډول  خواړه پراته وي. داسې خلک چې ژوند يې په عېش و عشرت تېرېږي، دوى به د قامي ازادۍ، انقلاب او بدلون فکرڅنګه وکړي؟ نن په پښتونخوا کې د پښتنو سياست د سخت اپرچونيزم ښکار دى، د پښتنو يو ګوند هم  له بولانه تر چتراله د محکوم افغانستان د ازادۍ خبره نه کوي. په دې فلسفه زۀ په خپل پنځوس کلن سياسي ژوند کې پوه نه شوم چې دپاکستان  په څلورشپېتو کالو کې دوى په کومه خوش فهمۍ کې دپاکستان د جوړېدو، پرمختګ او خوشحالۍ خبرې وکړې اواوس يې هم کوي؟

بياپه خصوصي توګه دبنګله دېش د ازادۍ وروسته چې پاکستان په خپلو لاسو!!نظريه پاکستان دفن کړه، نن چې پاکستان په مکمله توګه يو ناکامه هېواد او نړېدلى ملک دى او په ګران افغانستان اومحکوم افغانستان يې د خپلو سياسي او اقتصادي ګټو لپاره د خانه جنګۍ او ترهګرۍ اور  بل کړى دى، د پاکستان د جوړېدو او پرمختګ خبرې څه مانا لري؟ تاريخ به ضرور د پښتنو رهبري (که دغه حال وو) د معامله ګرې يا پلورونکې رهبرۍ په نامه يادوي، ځکه چي دغه رهبري موقع پرسته، کاروباري، تجارتي او د پاکستاني اسټبلشمنټ لاسپوڅې رهبري ده، خو زه نن هم د اسفنديار ولي خان، محمودخان اڅکزي، افضل خان لالا او آفتاب احمدخان شېرپاو نه دا هيله لرم چي د دوى اصلافو غازي امان الله خان، باچاخان او خان شهيد عبدالصمدخان چي د خپل وطن د ازادۍ او استقلال کومه لاره پښتنو- افغانانو ته ور ښوولې وه، پر هغې ټينګ ودرېږي او قام د ترهګرۍ په دې جنګ کې د پاکستان د اټم بم له ښکاره کېدو و ژغوري، ولې چي دا اټم بم د بل چا لپاره نه، بلکې د پښتون افغان قام د تباهۍ لپاره جوړ شوى دى، لومړى مو دترهګرۍ او خانه جنګۍ په پلمه ختموي او بيا مو په اټم بم، چي له پښتون او پاکستان دواړو ځان خلاس کړي او مسلمان پنجابى او سيک پنجابى دواړه سره يو قوم کړي، آفرين دي د بلوڅو پر ريښتينې، انتقالي رهبري وي چي په بلوچستان کې يې کاروباري، پارلماني، پلورونکې رهبرۍ ته ماتې ورکړه او د بلوچستان د قومي ازادۍ تحريک يې خپل اوج او برياليتوب ته و رساوه، نن د پاکستان اسټبلشمنټ او د بلوڅو خپلواکي غوښتونکيو تر منځ په سلګونو غښتلي شخصيتونه، اتلان او بې شمېره سياسي شهيدان او مړي پراته دي، نو د دوى يو ځاى اوسېدل امکان نه لري.

د نړۍ د مهذبو ملتونو دا فرض جوړېږي چي د لېوني پاکستان له اټم بمه ازاد افغانستان او محکوم افغانستان دواړه و ژغوري.

ننګيالي مړۀ شي او نومونه يې ژوندي پاتې شي

درانه نومونه د ښاغليو ابدي پاتې شي

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب