Homeخبرونهکابل کې د غېږنیونې غوره لیګ لپاره د غوراوي سیالۍ پيل شوې

کابل کې د غېږنیونې غوره لیګ لپاره د غوراوي سیالۍ پيل شوې

تاند (پنجشنبه د چنګاښ/سرطان ۱۱مه) د افغانستان د غېږنیونې غوره لیګ لومړي پړاو لپاره د غوراوي سیالۍ پيل شوې.

دغه سیالۍ د کابل او د هېواد د بېلابېلو ولایتونو د ۲۰ لوبډلو په ګډون د کابل د بدني روزنې په ۲۵۰۰ کسیز ورزشي لوبغالي کې پیل شوې.

مسوولان وایي، د سیالیو په پای کې به اته غوره لوبډلې د افغانستان د غېږنیونې غوره لیګ لومړي پړاو ته لار ومومي.

په یادو سیالیو کې به د غیږنیونې لوبغاړي د لویانو په بېلابېلو وزني کټګورۍ کې د درېیو ورځو لپاه یو د بل پر وړاندې لوبه وکړي.

د مسوولانو د مالوماتو له مخې د یاد پروګرام له مخې؛ د افغانستان د غېږنیونې غوره لیګ لومړی پړاو به د ۱۴۰۵کال (د زمري په ۳مه) د شنبې په ورځ د اتو غوره لوبډلو په ګډون پیل شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د شمشیر غار او (لاورې کارونیز) پرتله | زمری محقق

دواړه غارونه د نړۍ له مشهورو تاریخي غارونوله جملې څخه دي، خو د جوړېدو، تاریخي ارزښت او کارونې له پلوه ډېر توپیر سره لري.  :Shamsher...