Homeخبرونهملابرادر د ایران د مذهبي مشر په جنازه کې ګډون کوي

ملابرادر د ایران د مذهبي مشر په جنازه کې ګډون کوي

تاند (پنجشنبه د چنګاښ/سرطان ۱۱مه) د رسنیو د راپورونو له مخې افغانستان کې د طالبانو د حکومت د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال، ملا عبدالغني برادر نن (پنجشنبه) د ایران د مذهبي مشر، ایت‌الله علي خامنه‌يي په جنازه کې د ګډون په موخه ایران ته ځي.

په دې اړه نور جزییات نه ‌دي ورکړ شوي.

ملابرادر داسې مهال ایران ته ځي چې، دمګړۍ تهران د ایران علي خامنه‌یي د جنازې مراسمو ته چمتووالی نیسي.

تسنیم خبري آژانس په تهران کې د ایران د پخواني رهبر علي خامنه‌يي د جنازې د مراسمو د ترسره کولو لپاره د ځای د چمتووالي انځورونه خپاره کړي دي.

په دغو انځورونو کې باروړونکي موټر، جرثقیلونه او د تهران د لوی جومات په انګړ کې یو لوی سټېج ښکاري.

رسنۍ وایي دا هغه ځای، چې ټاکل شوې د جنازې د مراسمو یوه برخه په کې ترسره شي.

علي خامنه یي د ایران او اسرائیلو ـ امریکا ترمنځ په روانه جګړه کې په لومړي سر کې د هوایي برید ښکار شو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د ارګ له دېوالونو سره یوه ناسته! | امیرشاه یاد

2017 کال و ولسمشرۍ ماڼۍ د کابل پوهنتون د بېلابېلو ژبو او ادبیاتو محصلان او استاد د ارګ ماڼۍ ته غوښتي وو، تر څو...