Homeخبرونهد ایران او افغانستان د ګډې سوداګرۍ خونې پلاوی کابل ته راورسېد

د ایران او افغانستان د ګډې سوداګرۍ خونې پلاوی کابل ته راورسېد

تاند (پنجشنبه د چنګاښ/سرطان ۱۱مه) د ایران او افغانستان د ګډې سوداګرۍ خونې پلاوی د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو د پراختیا لپاره کابل ته راورسېد.

په کابل کې د ایران سفارت دغه خبر خپور کړی دی.

یاد سفارت زیاته کړې؛ ټاکل شوې دغه پلاوی د افغانستان د صنعت او کانونو د اوونۍ په پېنځم نندارتون کې ګډون وکړي او د تخصصي غونډو او د سوداګرو ترمنځ د مخامخ سوداګریزو ناستو (B2B) برخه هم وګرځي.

د اقتصادي چارو کارپوهان باور لري چې د ایران او افغانستان د ګډې سوداګرۍ خونې د پلاوي سفر د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي اړیکو د پراختیا لپاره یو مهم ګام بلل کېږي.

د دوی په اند، دا ډول لیدنې د سوداګرو ترمنځ د اړیکو پیاوړتیا، د پانګونې د فرصتونو پېژندنې او د دوه اړخیزې سوداګرۍ د پراختیا لپاره مناسب فرصتونه برابروي.

کارپوهان همداراز وایي، که دواړه هېوادونه د سوداګرۍ پر وړاندې موجود خنډونه، د بانکي راکړې ورکړې ستونزې، د ټرانزیټ محدودیتونه او د ویزو اړوند خنډونه کم کړي، نو د سوداګرۍ کچه به لا لوړه شي.

د دوی په باور، د خصوصي سکټور ترمنځ دوامداره همکاري او د ګډو اقتصادي پروژو پلي کېدل نه یوازې د دواړو هېوادونو اقتصاد پیاوړی کوي، بلکې د سیمې د اقتصادي اتصال او ثبات په ټینګښت کې هم مهم رول لري.

1 COMMENT

  1. د ایران حکومت د افغانستان سره چندان صادق ندی، دوی ولی د افغانستان حکومت په رسمیت نه پیژنی؟ ولی؟

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

په اوکراین کې د جګړې له امله میلیونونه کتابونه سوځېدلي

تاند (سې شنبه، د زمري/ اسد ۲۰ مه) د اوکراین د ماشومانو د کتابونو د یوه لوی خپرندوی شرکت «رانُک» مشر ویکتور کروهلوف هغه...