Homeخبرونهپاکستان کې د نا امنۍ شدت؛ یوازې په جون میاشت کې نږدې...

پاکستان کې د نا امنۍ شدت؛ یوازې په جون میاشت کې نږدې ۸۰ کسان وژل شوي

تاند (پنجشنبه د چنګاښ/سرطان ۱۱مه) په پاکستان کې د زیاتې شوې نا امنۍ له امله د مرګ ژوبلې شمېر ورځ نه بلې ته په لوړېده ده.

تازه د دغه هېواد د شخړو او امنیتي مطالعاتو انستیتوت ویلي،یوازې په تېره جون میاشت کې ۱۰۸ وسله‌وال بریدونه شوي چې له امله یې لسګونه کسان وژل شوي دي.

د دغه انستیتوت په راپور کې ویل شوي چې تېره جون میاشت په پاکستان کې د وسله‌والو بریدونو له امله د پاکستاني امنیتي ځواکونو په ګډون ۷۸ کسان وژل شوي دي.

د راپور له مخې په دې موده کې د وسله‌والو بریدونو ترڅنګ د انسان‌تښتونې ۲۷ پېښې هم ثبت شوې دي.

یاد انستیتوت همداراز ویلي چې، تېره جون میاشت په دغه هېواد کې د موټربم په ګډون څلور لوی بریدونه هم شوي چې له امله یې لسګونه کسان وژل شوي دي.

د یادولو ده چې له تېرو څو کلونو راهیسې په پاکستان کې امنیتي پېښې، وسله‌والې نښتې او زورورې چاودنې په بې‌سارې توګه زیاتې شوې دي.

دغه هیواد کې مخ په زیاتېدونکي نا امنۍ هلته د عامو خلکو ژوند هم تنګ کړی او دوی له همدې امله پر حکومت نیوکه کوي چې، د امنیت په ټینګښت کې پاتې راغلې دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

هنر، زیبایی و رموز هنر و زیبایی | پوهاند دودیال

(قسمت چهارم) در افغانستان بار بار تجربه شد که اعمال و اقدامات خلاف عُرف و کلتور عکس االعمل شدید را به بار آورده است. اما...