تاند (پنجشنبه د چنګاښ/سرطان ۱۱مه) یوشمېر افغان کډوالو له بيبيسي سره په خبرو کې ادعا کړې، د ترکیې ځواکونو هغوی وهلي، جامې یې ترې اېستلې او د سختې یخنۍ پرمهال یې د ایران پولې ته نږدې پرېښي.
دوی وایي، له همدې امله۲۰ کسان مړه شوي او ۱۱ نورو خپل لاسونه او پښې له لاسه ورکړې دي.
د یادې رسنۍ د راپور له مخې؛ دغه ۱۲ افغانان چې یو یې یوازې ۱۳ کلن و ویلي، د روان کال په جنورۍ میاشت کې د شاوخوا ۵۰ افغان کډوالو له ډلې سره یو ځای د ایران له لارې د ترکیې وان ښار ته اوښتي وو؛ خو د ترکیې ځواکونو ونیول.
دوی ادعا کوي، چې ترکي ځواکونو څو ورځې دوی په یوه ګودام کې ساتلي، یوازې وچه ډوډۍ او اوبه به یې ورکولې او سخت کارونه به یې پرې کول.
د دوی په وینا؛ وروسته یې د اوسپنیزو میلو پر مټ سخت وهلي، لاسونه یې پرې تړلي، جامې او بوټان یې ترې اخیستي او د سختې واورې او منفي ۱۵ درجې یخنۍ پرمهال یې د ایران پولې ته ور شړلي دي.
له دې ډلې یو هم ۲۱ کلن شهسوار چې دواړه لاسونه او دواړه پښې یې پرې شوې بي بي سي ته ویلي چې، کله چې په کابل کې په روغتون کې په هوښ راغی نو پوه شو چې څلور واړه غړي یې پرې شوي دي.
هغه ویلي: «لاسونه مې پورته کړل ډېر سپک وو، وروسته پوه شوم چې دواړه لاسونه او دواړه پښې مې پرې شوې دي».
یادې ډلې زیاته کړې چې، د سختې واورې، لوږې او یخنۍ له امله لږترلږه ۲۰ کسان مړه شوي. د دوی په وینا؛ یو ۱۳ کلن هلک دانیال هم په واورو کې ورک شو او وروسته یې جسد وموندل شو.
د سرچینې د راپور له مخې؛ ژغورل شوي افغانان وروسته ایران ته واوښتل، خو ادعا کوي چې هلته هم روغتونونو له درملنې ډډه وکړه.
وروسته د طالبانو سفارت او د سرې میاشتې ټولنې په همکارۍ افغانستان ته ولېږدول شول؛ خو د ډېرو لپاره د یخ وهلو درملنه ناوخته شوې وه.
د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت د دغه ادعاوو په غبرګون ویلي، د دوی ځواکونه د ملي او نړیووالو قوانینو له مخې عمل کوي او نیول شویو ناقانونه کډوالو ته اړینې اسانتیاوې برابروي.
دغه وزارت د افغان کډوالو ادعاوې بېبنسټه بللې دي.