تاند (پنجشنبه، د چنګاښ/ سرطان ۱۱ مه) یوې زلزلې چې مرکز یې په افغانستان کې و، یو وار بیا د افغانستان، پاکستان او تاجکستان یو شمېر سیمې ولړزولې.
د امریکا د جیالوجیکي سروې ادارې ویلي چې د چهارشنبې په ورځ د افغانستان په شمال ختیځ کې د ۵.۵ درجې زلزله شوې ده.
دغه زلزله د افغانستان پر ځايي وخت د شپې په ۱۰:۲۷ بجو (۱۷:۵۷ ګرینویچ وخت) وشوه او مرکز یې د ځمکې له سطحې ۲۱۶.۷ کیلومتره ژور و.
د امریکا د ځمکپوهنې سروې ویلي، د زلزلې مرکز د بدخشان ولایت په جرم ولسوالۍ و.
تر اوسه د دې زلزلې له امله د مالي زیانونو یا مرګ ژوبلو کوم راپور نه دی ورکړل شوی.
تر دې مخکې د روانې اوونۍ په پیل کې (شنبه، د چنګاښ/ سرطان ۶ مه) یوې زورورې زلزلې، چې شدت یې د ریښتر په حساب ۶ اعشاریه ۲ درجې و، د افغانستان ترڅنګ پاکستان، منځنۍ اسیا او د هند شمالي برخې ولړزولې.
د یادې زلزلې مرکز هم د افغانستان د هندوکش په غرونو کې د بدخشان ولایت په جرم ولسوالي کې د مځکې له سطحې ۸۱ کیلومتره لاندې و.
د هغې ټکانونه په چین، تاجکستان، ازبکستان قرغیزستان او ترکمنستان کې هم احساس شوي وو.