چهارشنبه, مې 15, 2024
Homeخبرونهمولوي کبیر د خپل رژیم مخالفانو ته؛ راشئ هېواد کې باعزته ژوند...

مولوي کبیر د خپل رژیم مخالفانو ته؛ راشئ هېواد کې باعزته ژوند وکړئ

تاند ( چارشنبه، د دلوې ۲۵مه) د طالبانو د رئیس الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر په لغمان کې یوې ولسي غونډې ته ویلي چې د دوی اسلامي امارت د افغانستان په څېر نورې نړۍ ته هم امن غواړي.

نوموړي د بهر مېشتو افغانانو په اړه وویل، چې د دوی غوښتنې به اورېدل کیږي ستونزو ته به یې رسیده ګي کیږي، د دوی دروازې د ټولو افغانانو پرمخ خلاصې دي او هغه څوک چې مخالفت کوي غږ پرې کوو چې له مخالفت لاس واخلئ او راشئ خپل هېواد کې باعزته ژوند وکړئ.

دغه طالب مقام یادې څرګندونې داسې مهال کوي، چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په ګډون بېلابېل سازمانونه او هېوادونه په افغانستان کې د تروریستي ډلو د خطرونو د زیاتیدو خبرداری ورکوي.

یو شمېر هېوادونو د رسمي اعلامیو له خپرولو سره له خپلو خلکو غوښتي، چې افغانستان ته سفرونه ونه  کړي.

د طالبانو د رژیم ویاند ذبیح الله مجاهد بیا په دې اړه څرګندونې د دوی خلاف تبلیغات ګڼلي.

د طالبانو مخالفان بیا باور لري، چې طالب رژیم له دوی څخه په داسې څرګندونو د تسلیمۍ غوښتنه لري.

د دوی په وینا، طالبانو افغانستان کې یو نا مشروع، بې قانونه او مستبد رژیم حاکم او د خلکو؛ په ځانګړي ډول ښځو حقونه یې په نړیواله کچه نقض کړي او په کار ده چې دا وضعیت ژر اصلاح او په خبره یې افغانانو ته واقعي باعزته ژوند برابر شي.

3 COMMENTS

  1. مولوي صاحب،
    له الف تر يا ټول حکومت مو له نګه ملايانو ډک دی. چا چې مدرسه لوستې نه وي هغه د حکومت وړ نه دی او نه حق لري چې کار وکړي.
    ستاسې امارت وايی چې ((موږ په زور حکومت نيولې او اوس زموږ خوښه ده چې څنګه يې چلوو.)) څوک پر موږ د نيوکې حق نه لري او که کومه نيمه خبره وي، نو هغه دې راشي او موږ ته دې يې پټه په غوږ ووايی.
    کاشکې چې تاسې له اروپا نه ستاسې د هغه شل کلن ملاتړي دکتور عثمانه رستار تره کي خبره مو منلی وای. د هغه له ملګري حفيظ الله پيرزاده نه خو موږ سترګۍ (عينکې) هم اخېستې وې، نو چې ملا صاحب شيخ هبت الله ورننوتي وو، نو ته به پرې ختمي خبر يې چې څه يې ورته ويلي وو؟
    دا په کابل کې چې مو په زرګونو علماء او ملايان راټول کړل څه يې درته وويل؟
    په سبا يې چې په کندهار کې قومي مشران راټول شول څه يې درته وويل؟
    دا ستاسې دوست او ملاتړی قومي مشر حميد الله هوتک، سيد بلال فاطمي او داسې نور ډېر په سلګونو خو په په پټه او ښکاره درته ستړي شول. له پاکستان، اسلامي او د اسلام هېوادونو له سازمان ټولو ته علماء راغلل او ان د ملګرو ملتونو پورې دوی ټولو خو تاسې ته په پټه وښکاره او هر رنګه په رموز اشاره درته ويلي، نو تاسې څه وکړل؟
    په څوکۍ ناست او خلکو ته وايی تاسې راشئ، نو چې هغه څوک درغلل څه توره مو وکړه؟
    ګرانه،
    د ټوپک په زور سوله ده، خو د زړونو او د ذهنتيتونو سوله او ډاډ نشته، نو څوک لېوني چې ستا په هوايي تشو خبرو تېر وځي. بس دی چې تاسې د خوبونو په زور شل کاله وجنګېدلئ. جنت مو په سرو وينو ګټلو، خو مولانا صاحب فضل الرحمان ورته څومره اسانه لار پيدا کړې وه چې ووټ ورکړه او بس ….
    تاسې خو عالم ياست او د عالم له شان سره هسې هوايي ډډوزې خوند نه کوي او توره دې دغه ده چې په سلهاو ژمنې دې وکړې، خو تر اوسه مو د نجونو تعليمي بنسټونه خلاص نه کړل، نو نور څه کولی شئ؟

  2. ستاسو منافقت ولس ته معلوم شوی ستاسو په تشو خبرو نور خلک غولیدلی نشی. حکومت مو ټول د مدرسو چڼو ته سپارلی، د ځوانانو ویښتان چی خوښ مو نوی په زوره ور قیچی کوی، د کابل په ښاریانو مو د جنوب غرب د حوزی فرهنګ د توپک په زور تحمیل کړی، د خلکو بیرغ مو په سپین کفن تبدیل کړ، مکاتب مو بند کړی… فقط الله دی یو وار بیا پر تاسو بی ۵۲ راولی دا ځلی په ولله که تاسو غوندو ملایانو پسی څوک لمونځ هم ونکړی ـ بی ظرفیته خلک یاستی د یوی تعلیمی طرحی ظرفیت نلری تاسو څخه به ولس څه توقع وکړی. الله مو زر ورک کړه.

  3. خلک د څه دپاره درشي؟ بیکاره او بې روزګاره ستاسو دې منحوثو څهرو ته ګوري او ستاسو سپګن او څڼور ځناورو ته ملا صاحب او قاري صاحب وایي؟ صرف ددې دپاره خلک غواړئ د میخې بچیه؟ تعلیم نشته، پیسه نشته، روزګار نشته نو تاسو څه وایی جې پیسې دې هم دوی مصرفوي او حکومت به پرې تاسو کوئ؟

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب