Home+د افغان کډوالو ستونزې: جیوپولیتیک بدلونونه، جبري را ستنېدنه او ملي ازموینه

د افغان کډوالو ستونزې: جیوپولیتیک بدلونونه، جبري را ستنېدنه او ملي ازموینه

عبدالوحید وحید

نزدې پنځه لسيزې وړاندې په هېواد کې د کمونستانو له کودتا وروسته د ناوړه حالاتو، غلطو سياستونو او خونړيو بدلونونو له امله افغانان مجبور شول پاکستان، ايران او نورو هیوادونو ته کډه وکړي. پاکستان د افغان کډوالو د پالنې او د شوروي ځواکونو په وړاندې د جنګيدونکو افغانانو د ملاتړ په نوم له بهرنۍ نړۍ څخه خورا زياتې اقتصادي مرستې او سياسي ملاتړ ترلاسه کړ. پاکستان د نجيب حکومت له نسکورېدو وروسته پاکستان د ځينو تش په نامه جهادي مشرانو ترمنځ د واک په سر د خپلمنځې جګړو په مهال د افغانستان د کنډواله کولو په برخه کې اعظمي ګټه پورته کړه. په دغه تړاو مې خپرې شوې ليکنې شته او نور تفصیل ته نه ځم.

اوس چې په افغانستان، سيمه او نړيواله کچه جيوپوليتيک او جيو ستراتیژیک بدلونونه رامنځته شوي، لومړيتوبونه بدل شوي او له افغان کډوالو څخه د اقتصادي او ستراتیژیکې ګټو پورته کولو وخت تير شوى دى، نو پاکستان افغان کډوال نه يوازي داچي په افغانستان باندې د فشار د ابزارو په توګه کاروي، بلکې د خورا توهينوونکي چلن له مخې يې په سيستماتيک ډول له پنډغالو، کرايې کورونو او حتی د ډيورنډ پر کرښه تر اوښتو پورې په څو مرکزونو کې د پلټنو او ثبتولو ترعنوان لاندې کړوي ځوروي، توهين وي، په نفسياتي رنځونو اخته کوي او بيا يې افغانستان ته اړوي. په ټولنيزو رسنيو کې له کډوالو سره د مسئولينو د ناوړه او له سپکاوي څخه ډک چلن ويډيوګانې سالم وجدان درلودونکي انسان نشي کتلاى.

د دغه حالت ژوره شننه ښيي چې دغه تګلاره  موقتي اداري ستونځه او لنډمهاله تصادف نه دی، بلکې د هغه اوږدمهاله ستراتیژیک تفکر دوام دی چې پکې کډوال د نفوذ او فشار وسیله ګرځول کېږي. له کورونو څخه ایستل، د اسنادو لغوه کول، اقتصادي محدودیتونه، د پلټنو په پلمه له هر ډول اسانتیاو پرته د څو ورځو لپاره په موټرونو کې د کډوالو ساتل، د اندراج په پروسه کې فساد او سپکاوی د یوې منظمې تګلارې برخه ښکاري.

په بل اړخ کې، په امنيتي پيښو کې د ښکيلتيا او جرائمو باندې کې د افغان کډوالو تورنول د جبر  له لارې د افغان کډوالو را ايستل د پاکستان لخوا په تاکتيکي توګه له داخلي ستونځو نيمګړتياو څخه د خپل ولس د پام اړولو د کمپاين انعکاس هم دی. اقتصادي فشارونه، امنیتي اندېښنې او سیاسي بې‌ثباتي حکومتونه اړ کوي چې په دندو کې د پاتې راتلو د پټولو او د عامه افکارو د کنټرول لپاره د قرباني ګډورى ولټوي او افغان کډوال د همدغې قرباني لپاره اسانه او ارزانه ابزار ګرزي.

افغانستان، چې له نړيوالې انزوا، اقتصادي ستونځو، د کاري فرصتونو له کمښت او کمزورو خدماتي بنسټونو سره مخ دی، د دومره لوی شمېر راستنېدونکو هېوادوالو د جذب لپاره اړين چمتووالى او لازم امکانات نلري. که د جبري راستنېدو بهیر له پلان او همغږي پرته دوام وکړي، د بې‌کاري، فقر، د سرپناه نشتوالي او ټولنیزو فشارونو نوې توپاني څپه به رامنځته کړي.

له همدې امله، د ممکنه راتلونکي ناوريني وضعیت مدیریت کول یو ملي او محاسبه شوی چلن ته اړتیا لري. له اړونده نړيوالو بنسټونو بايد په لوړه کچه خبرې او ددغه بهير په سمبالولو کې ورڅخه د هغوى د دندو په چوکاټ کې د مرستو ترلاسه کولو کمپاين پيل او په مسلسل ډول تعقیب شي. افغان حکومت باید راستنيدونکو هېوادوالو ته د بیړنیو مرستو ترڅنګ  د هستوګنې لپاره د ځمکې وېش پروسه ګړندۍ کړي. د دې لپاره چې د راستنېدونکو بهير وکولاى شي په ټولنه باندې د بار پر ځای په فرصت بدل شي، بايد د کارموندنې فرصتونه رامنځته کول، مسلکي روزنه او کوچني اقتصادي پروګرامونه د حکومت لومړيتوبونه وګڼل شي.  د دې لپاره چې د سرچينو په سر سیالي کولای شي کورنۍ پيچلتياوې وزېږوي، بنأً په ټولنه کې د راستنو شويو هېوادوالو د منلو او بيرته ادغام فضا رامنځته کول مهم دي.

په پای کې، د افغان کډوالو مسئله یوازې له پردي هېواد څخه خپل هیواد ته  راستنېدل او د ځاى بدلون نه دی؛ دا د سیاسي بنسټونو، اخلاقي ارزښتونو او ټولنیز مسوولیت سخته ازموینه ده. که دا حالت په سمه توګه مدیریت نشي، نه یوازې دا چې د تېرو تېروتنو تکرار به وي، بلکې د راتلونکو ستونځو بنسټ به هم کېښودل شي. همدارنګه مهمه ده چې راستنېدونکي کډوال د هېواد د اوسني وضعیت په اړه واقعي درک ولري او خپلې تمې په افغانستان کې د دغه هیواد له عیني واقعيتونو سره سمې عیارې کړي. هر څه د خپلو اړتیاو او هيلو سره سم او په ژوند کې د چټکو بدلونونو رامنځته کولو تمه نه عملي ده او نه ګټوره. د بیا ځای پر ځای کېدو بهیر تدریجي دی، صبر، انعطاف منلو او د ځان بسیاینې فکر خپلولو ته اړتیا لري. همدغه واقعبینانه چلن کولای شي د فردي او ټولنيزې ناامیدي مخه ونیسي او د ټولنیز ثبات لپاره زمینه برابره کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

مشهوره هندۍ سندرغاړې اشا بهوسلې مړه شوه

تاند (یکشنبه د وري – حمل ۲۳مه) هندي رسنیو راپور ورکړی، چې د دغه هېواد مشهوره سندرغاړې اشا بهوسلې نن د یکشنبې په ماسپښین...