اکثراً له ناروغیو وروسته فکر وکړو چې ولې د کومې نښې له څرګندیدو پرته په ناروغۍ اخته شوو، حال دا چې روغ او جوړ وو.
دا فکر غلط دی؛ ځکه ډیرې داسې علامې شته چې موږ یې معمولي ګڼو او خاصه پاملرنه ورته نه کوو؛ خو په حقیقت کې همدغه علامې ښيي چې په بدن کې هر څه روغ او په نورمال حالت کې نه دي.
دلته څو داسې علامې در پیژنو چې له یوې مهلکې ناروغۍ مو ژغورلای شي:
۱ـ اننګیو چاودیدل ( غومبري ) : د اننګیو د چاودیدلو یو علت د هوا له حده زیات سوړوالی هم کیدای شي؛ خو د اننګیو چاودیدل له کونجونو څخه په بدن کې د ویټامین بي ۱۲ کموالی ښيي.
د دې ویټامین کموالی په بدن کې د ډیرو ناروغیو سبب کیدای شي، لکه د وینې کموالي سبب ګرځي. مخکې تر مخکې د دې ویټامین له کموالی څخه په خبریدلو سره ځان له ډیرو ناروغیو ژغورلای شئ.
۲ـ د قد لنډیدل: شاید دا خبره تاسې ته عجیبه و بریښي؛ خو د عمر له زیاتیدو سره د انسان قد لنډیږي خو د انساني قد په ډیر سرعت سره لنډیدل ښيي چې تاسې د هډوکو په ناروغیو لکه آسټیوپوروسز یا د هډکو نرمیدل اخته یاست.
د هډکو له ناروغیو څخه مطلب دا دی چې د لویدلو یا ښوېیدلو په صورت کې ستاسې هډوکي درز کولای او یا هم ماتیدلای شي.
مخکې له مخکې په دې اړه د معلوماتو پر اساس په خپلو خوړو کې د تغییر په راوړلو سره له ډیرو بدو حالاتو څخه ځان ژغورلای شو.
۳ـ ډیره یخني احساسول: که ستاسو زیاته یخني کیږي، دا ښيي چې تاسې باید خپل د بدن دفاعي ځواک تقویه کړئ او یا ستاسې د بدن دفاعي ځواک په کومې ناروغۍ اخته دی.
دا په بدن کې د ویټامین سي کموالی او یا په بدن د کوم ویروس د حملې نښه ده، چې تاسې به يي نه پیژنئ نو په داسې حالت کې د وینې یو ټیسټ په واسطه ځان له ډیرو ناروغیو ژغورلای شئ او خپله روغتیا د لا غوره کیدو کوښښ کولی شئ.
۴ـ د تشو بولو زیړوالی: دا ډیره ضروري ده، چې تاسې خپلو تشو بولو په رنګ باندې نظر وساتئ؛ ځکه چې د تشو بولو رنګ زموږ د بدن د روغتیا تر ټولو غوره ښکارندوی دی.
که په بدن کې اوبه په مناسبه اندازه موجودې وي؛ نو د تشو بولو رنګ به هم شفاف وي؛ که د تشو بولو رنګ ډیر زیات زیړ وي دا په پښتورګو کې د ناروغۍ ښکارندوی دی او ښيي چې په پښتورګو کې موجود فاضله مواد په صحی توګه نه دفع کیږي.
۵ـ د پوستکي یا جلدی ناروغي: که ستاسو پوستکی تکرار خارښ یا دې ته ورته کومه بله مسئله لري نو دا ښيي چې تاسې له کوم څیز سره الرژي (حساسیت) لرئ او یا هم ستاسې بدن تاسې ته ویل غواړي چې تر ذهني فشار لاندې یاست او حالات باید له حده زیات جدی ونه نیسئ .
۶ـ له عادي خوبه محروموالی: که تاسو ته معلومه وي چې په نورماله اندازه خوب نه درځي او له بیخوبۍ څخه کړیږئ؛ نو دا د جسمې او ذهني فشار نښه ده.
کله چې موږ ویده کیږو زموږ بدن د ذهني او جسمي فشار جوړوونکې هورمونونه چې کورټیزول نومیږي له منځه وړي خو کله چې تر ذهني او جسمي فشار لاندې یو؛ نو داسې نه کیږي او د بیخوبۍ شکایت پیدا کیږي.
له دې سره بدن خپل مرمت نشي کولی او د ډیرو ناروغیو خطر زیاتیږي.
۷ـ له مناسب خوب سره ستړیا: که تاسې له مناسبې اندازې خوب سره سره بیا هم د ستړیا احساس کوئ؛ دا ستاسو د بدن په تایرایډ غده کې د کومې مسئلې شتون ښيي.
د میتابولیزم کنټرولوونکو غدو کې د مسئلې شتون مطلب دا دی، چې ستاسې بدن له ضرورت پرته د بدن ټوله انرژي یو ځای استعمالوي، چې بیا به ستاسې بدن د ډیرو آسانو کارونو کولو توان هم نه لري.