تاند- په چین کې یوه واده شوی جوړه د غیر معمولي څېرې له امله د ټولنیزو رسنیو ستوري ګرځېدلي دي.
دا جوړه، چې د چین په ګوانګډونګ ولایت اوسی، د د خپلو څېرو د ورتهوالي له امله په ټولنیزو رسنیو کې ډېره مشهوره شوې ده.
د خواله رسنیو ډېری کاروونکي وایي چې دا دواړه داسې ښکاري لکه چې خور او ورور وي.
دا جوړه، مېړه هي شیانشېنګ او مېرمنه ليانګ سایاو، د طبي بوټو درملتون لري. دوی د خپل کاروبار د ترویج لپاره په «ډویین» (د چین د ټیکټاک بڼه) کې تبلیغاتي ویډیوګانې خپروي.
د مشابَهت کیسه
ليانګ وایي، کله چې دوی لومړی ځل سره وپېژندل، د خپلې څېرې ورتهوالي ته یې پام نه و. خو له څو کلونو ګډ ژوند وروسته یې درک کړه چې دوی له یو بل سره ډېر زیات ورته والی لري. د همدې مشابَهت د لا روښانه کولو لپاره، دواړو یو ډول جامې واغوستې او بیا یې خپلې ویډیوګانې جوړې کړې، چې له امله یې د ټولنیزو رسنیو د کاروونکو په منځ کې شهرت لا ډېر شو.
د ليانګ په وینا، کېدای شي د دې ډېر ورتهوالي یو لامل دا وي چې په تېرو دوو کلونو کې یې نژدې ټول وخت یو ځای تېر کړی دی.
د ټولنیزو رسنیو کاروونکي د دې جوړې له غیر معمولي مشابَهته حیران دي، او د دوی ویډیوګانې په چټکۍ سره وایرل کېږي. همدا لامل دی چې دې جوړې ته دا مهال نه یوازې په چین کې، بلکې په نړۍ کې پام اوښتی دی.