له نن څخه ۲۳ کاله پخوا د ۲۰۰۱ م کال د جنورۍ په دې ورځ (۱۵) ویکي پیډیا (Wikipedia) د (Nupedia.com) په نوم تاسیس شوه. د دې انلاین دایرة المعارف په اړه د اغاملوک سهار لیکنه ولولئ.
————-
ویکیپیډیا د نړۍ مشهوره او لوی آنلاین دایرهٌ المعارف دی چې میلیونه کسان له ټولې نړۍ څخه په داوطلب ډول کار پرې کوي، د ۲۰۰۱ م کال جنوری کې د جمی ویلیز او لیرې سنګر له خوا یې بنسټ کیښودل سو.
ویکیپیډیا په لومړیو کې نوپيډیا آنلاین دایرت المعارف وو چې د انګلیسې ژبې لپاره وو خو ویکيپیډیا تر اوښتو وروسته یې لیدلوری دادی چې بي طرفه او کره به وي ترڅنګ هرڅوک لیکل او آیډیټ کولای سي. تراوسه ۲۵ میلیونه کسانو ویکیپیډیا ته لیکنې کړي، ۹۳ میلیونه راجسټر شوی کارونکي لري خو ددې لپاره چې خلک ناسم او غلط معلومات نشر نکړی نو ویکیپیډا ۴۰۰۰ په شاخوا کې ټیم لري چې غلط معلومات اصلاح کوي او ریفرنسونه او نور اړخونه چک کوي چې یوازې د انګلیسې ژبې لپاره ۱۱۴۵رسمي ایډیټران او مدیران لري، د فارسي ژبې لپاره ایډیټران د ۲۰۰ په شاوخوا کې دي.
یوه نړیواله د باور وړ سرچینه ده حتا که تاسو غواړئ د فېسبوک اکاونټ مو هم ویریفای کړئ نو باید په ویکیپیډیا ستاسو ژوندلیک وي او باوري سرچینې یي تایید کړي.
ویکي پیډیا تر اوسه د پښتو په شمول په ۳۱۷ ژبو ۵۵ میلیونه مقالې خپرې کړي یعنې محتوا له بریتانیکا څخه ۱۶۰۰۰ ځله زیاته ده. تر ټولو زیاتې مقالې په انګلیسې ژبه دي چې شمیر له شپږ میلیونه او دوه سوه زره اوړي. فارسي ژبه په اتلسم مقام کې د مقالو شمیر یي تر ۵۰۰۰۰۰ اوړي او د پښتو ژبې د مقالو شمیر ۱۱۵۰۰ ته رسیږي، کشمیري ژبې د مقالو شمیر شاوخوا سل دي.
سرورونه یې په فلوریډا او امسټرډام کې دي، په php ژبه کې جوړه سوې د انډروید او ای او ایس لپاره اپلیکیشنونه هم لري. ویکیپیډا د نړۍ په ۱۵ ټاپو ویبسایټونو کې راځي چې اعلانات نه لري، خوندي شخصی حریم لري، مالکیت او چارې یې په ویکېمیډا خیریه موسسه پورې اړه لري خو میلیونه کسان په لیکلو او کره کولو کې ورسره مرسته کوي.
تر اوسه ۲۲ میلیارده پاڼې لوستل سوي چې دری میلیارده پاڼې په متحده آیالاتو کې، یو میلیارده په جاپان کې،یو میلیارد پاڼې په جرمني کې،…
د چین، ترکیی او ځینو نورو هیوادونو له خوا یي مقالي او محتوا سانسور کیږي او کله کله بندیږي، همدا اوس هم له چین او ترکيي سره په خبرو بوخت دي.
آغاملوک سهار
ما په ویکی پیډیا کی شرکت کړی خو زما نوم تراوسه ځای په ځای شوی ندی ؟
ما تراوسه لاندی کتابونه ویکی پیډ یا ته استولی دی :
۱- حسن خاتمه ( ښه پایله ).
۲- سیرت النبی صلی الله علیه وسلم سوال او ځواب .
۳- مولو ی محمد پذیر رحمة الله علیه سوانح .
اوس یو بل کتاب هم برابر دی چی :
ساز او سرود د اسلام او طب له نظره .