تاند (پنجشنبه، د مرغومي/ جدې ۲۵ مه) یو شمېر لوېدیځو خبري سرچینو د چهارشنبې په ورځ وویل چې ښايي امریکا په راتلونکو ۲۴ ساعتونو کې پر ایران برید وکړي. اروپايي چارواکو خبرداری ورکړی چې په ایران کې د امریکا د پوځي مداخلې پیل ډېر نژدې شوی دی.
د سرچینو په وینا، ایران خپل پوځي ځواک د لوړ تیارسي (های الرټ) حالت ته رسولی، او امریکا او بریتانیا په قطر کې له خپلو پوځي اډو څخه خپل سرتېري بېرته را بللي دي. دا ګام د دې اندېښنې له مخې اخیستل شوی چې د امریکا عملیات هر وخت پیل کېدای شي.
د یادونې وړ ده چې د امریکا ولسمشر ټرمپ په ایران کې له روانو لاریونونو وروسته پر ایران د سخت اقدام ګواښ کړی و، چې په ځواب کې یې ایران ویلي چې هم خبرو اترو او هم جګړې ته چمتو دی.
اروپايي چارواکو ویلي چې په سیمه کې هر ډول پوځي اقدام به درنې پایلې ولري، او دا به نه یوازې د ایران بلکې د منځني ختیځ د نورو هېوادونو لپاره هم خطرناک وي.
کارپوهان وایي که امریکا پر ایران برید وکړي، نو په سیمه کې به د امریکا پر پوځي اډو، د تېلو پر لېږد، او پر نړیوال مالي نظام اغېزې پرېوځي، او ښايي د ایران لهخوا په ځوابي بریدونو کې د امریکا ګټې په نښه شي.
په سیمه کې د تاوتریخوالي له زیاتېدو وروسته په نړیوالو بازارونو کې د تېلو بیې په چټکۍ لوړې شوې دي او پانګهوال وضعیت له نژدې څاري.
په همدې حال کې داسي ګنګوسې دي چې پاکستان د امریکا په غوښتنه لسګونه زره پوځیان د ایران پولو ته لېږدولي دي. په دې اړه تراوسه څه نه دي ویل شوي چې پاکستان دا کار په کوم هدف کړی دی.
پوځیان یی ندې لیږدولی بلکه داعشیان یې ځاي پر ځای کړی ترڅو په ایران لدې چانسه ګټه پورته کړي کله چې عاصم منیر له ټرمپ سره وکتل نو د ایران برید په اړه ورسره د اندونو تبادله شوی چې پاکستان غواړی هغه ګنګوسی چې ګواکی پاکستان د داعشیانو ملاتړ کوی ذهنیت بل طرف ته واړوی اوس تازه هلته د افغانانو نیولو ته هم زور ورکړی خدای دې نکړی داسې نشي چې همدا افغانان د داعشیان په شکل ایران ته ولیږدوی