دوشنبه, فبروري 9, 2026
Homeخبرونهکرکټ بورډ په لیګونو کې پر لوبغاړو محدودیتونه وضع کړل

کرکټ بورډ په لیګونو کې پر لوبغاړو محدودیتونه وضع کړل

تاند ( چهارشنبه د مرغومي – جدي  ۲۴مه) د افغانستان کرکټ بورډ په یوه تازه پرېکړه کې پر افغان لوبغاړو په لېګونو کې د لوبېدو محدودیتونه وضع کړل.

کرکټ بورډ ویلي چې، تر دې وروسته به هر لوبغاړي ته د افغانستان شل اوریز غوره لیګ ترڅنګ په دریو نورو لیګونو کې د ګډون اجازه ورکړل شي، ترڅو د دوی فزيکي او ذهني تکړښت، فټنس او وړتیا ته زیان ونه رسیږي.

کرکټ بورډ ویلي چې تر دې وروسته به د اړتیا پر مهال ټول نړیوال روزونکي افغانستان ته راځي چې له ټولو سره دغه خبره په قراردادونو کې هم مطرح شوې ده.

د کرکټ بورډ په دغه کلنۍ غونډه کې دغه راز د وړم ۲۰۲۴ز کال او د تېر ۲۰۲۵ز کال د نړیوالو سیالیو پرتلنه هم وړاندې شوه چې د خبرپاڼې پر بنسټ د وړم کال په پرتله تېر کال د لاسته راوړنو کچه پنځه سلنه زیاته وه.

سرچینه زیاتوي چې په ۲۴ز کال کې دغه سلنه ۵۳ وه، په داسې حال کې چې په ۲۰۲۵ز کال کې ۵۸ ته لوړه شوې ده او په ۲۰۲۵ز کال کې ټولټال ۵۹ نړیوالې سیالۍ ترسره شوې دي، چې په دغو سیالیو کې د ملي، الف او نوولس کلنو لوبډلو نړیوالې سیالۍ هم شاملې وې.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

«شرم له سپي» د عبدالمالک بېکسیار «چکـرنامه»

پوهندوی آصف بهاند د ۲۰۲۶ ام کال د جنورۍ پر ۲۴مه، د ډنمارک په کوپنهاگن کې د گڼ‌شمېر افغان‌فرهنگیانو په گډون د بیکسار د دریو...