پنجشنبه, فبروري 5, 2026
Homeخبرونهامریکا د افغانستان په ګډون ۷۵ هېوادونو کې د ویزو پروسه ځنډوي

امریکا د افغانستان په ګډون ۷۵ هېوادونو کې د ویزو پروسه ځنډوي

تاند ( چهارشنبه د مرغومي – جدي  ۲۴مه) د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې د ټرمپ حکومت د افغانستان، ایران، وینزویلا او روسیې په ګډون د ۷۵ هېوادونو د وګړو لپاره د ویزو د صادرولو پروسه ځنډوي.

فاکس نیوز ویلي چې، دغه اقدام له دې امله اخیستل کېږي، چې ښایي د دغو هېوادونو وګړي د امریکا په عامه مرستو او ټولنیزو پروګرامونو اتکا وکړي.

د یادې رسنۍ د راپور پر اساس، سفارتونو او کونسلګریو ته امر شوی چې د جنورۍ له ۲۱مې نېټې وروسته د ویزو اړوند پرېکړې ودرول شي، څو د کډوالۍ د موجوده قوانینو پر بنسټ د ارزونې بهیر له سره وکتل شي.

په هغو هېوادونو کې چې دا ځنډ پرې عملي کېږي، سومالیا، روسیه، افغانستان، برازیل، ایران، عراق، مصر، نایجیریا، تایلنډ او یمن شامل دي.

سرچینه زیاتوي، چې دا پرېکړه د «عامه لګښت» د اصولو د سختې څارنې په لړ کې شوې او د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ادارې د کډوالۍ د پالیسۍ د پراخو بدلونونو یوه برخه بلل کېږي.

رویټرز خبري اژانس هم یاد خبر خپور کړی دی او زیاته کړې یې ده چې، په ارزونه کې به د روغتیا، عمر، د انګلیسي ژبې مهارت، مالي وضعیت او حتا د اوږدمهاله طبي پاملرنې اړتیا هم په پام کې ونیول شي.

زاړه یا ډیر وزن لرونکي غوښتونکي او هغه کسان چې مخکې یې د حکومت له مالي مرستو یا موسسو ګټه اخیستې وي، هم د ویزې د رد کېدو لاندې راځي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

«لفظي عکسونه» کتاب چاپ شو

«لفظي عکسونه» د لیکوال او نقاد ښاغلي نعمت‌الله صديقي نوی د «خاکو» کتاب دی چې اوس اوس په جلال اباد کې له کلاسیک خپرندوی...