Home+مصنوعي ځېرکتیا ـ Ai  | نعمت الله صدیقي

مصنوعي ځېرکتیا ـ Ai  | نعمت الله صدیقي

له «۲۰۲۰ م تر ۲۰۳۰م» لسیزې ته د ساینس او ټکنالوژۍ د اوج لسیزه وویل شوه او په اړه یې د ډېرو تېزو او توندو غبرګونونو له وړاندوینو معلومېږي، چې راروانې څپې یې تر دې هم پرشدته، ګټندویه او یا هم اندیښنه لرونکي دي؛ بلکې فعلاً خو یې د سر په سترګو راته ثابته کړه، چې د همدې مصنوعي ذهانت «Artificial Intelligence» په ظهور او د انساني جغرافیې او تخلیقي حدودو ته یې په خورا عجېبه ترینه انټري یا ننوتلو ډېر څه ورسره وران، ویجاړ او په عین حال کې رغولي دي.

دغه ورانۍ، ویجاړۍ او یا رغونې څه وې؟ او یا له دې ورسته یې نور څومره د ګټو او تاوانونو اټکل کېدای شي؟ دا دوې هغه پوښتنې دي، چې د دې ټکنالوژۍ د لومړنیو او تراوسه د مهمو پوښتنو په توګه یې د خلکو خبرو، بحث و مباحثو ته لاره پېدا کړې ده. همدا لامل دی، چې په اړه یې تراوسه ځکه ډانګ پایېلې هم نشي ویل کېدی، چې هر ګړۍ یې د بدلون سرعت هر ډول اندیښنه، ګټه او تاوان په برعکس یا نوې بڼه چلنج کولی شي او د خبرو د لوریو بدلون ورسره ممکن دی.

ایلن مسک چې د دې ټکنالوژۍ له مخکښو څېرو او پانګه‌والو شمېرل کېږي، په خپلو وروستیو څرګندونو کې یې د مصنوعي ځیرکتیا په اړه داسې څه ویلي، چې هم د حیرانتیا وړ دي او هم د اندېښنې وړ. د ده په باور، دا ټکنالوژي ښایي په نږدې کلونو کې د انسان له ذهني وړتیاوو واوړي او انسان به د خپل تاریخ په اوږدو کې له داسې سیال سره مخامخ شي، چې تر ده به ډېر ځیرک وي. دی اټکل کوي چې تر ۲۰۳۰ پورې به دا برلاسی لا څرګند شي؛ خو ورسره دا اندېښنه هم شته، چې که دا بهیر له کنټروله ووځي؛ نو پایلې به یې یوازې تخنیکي نه؛ بلکې بشري اړخ ته هم وغځېږي، ځکه نو دی ټینګار کوي، چې مصنوعي ځیرکتیا باید د واقعیت او انساني ګټو پر بنسټ وروزل شي، آن دا هم وایي، چې که امکان ولري، د دې پرمختګ د ورو کولو هڅه به وکړي، څو د راتلونکیو خطرونو کچه راکمه شي.

د مسک له دغو څرګندونو وروسته، د مصنوعي ذهانت په اړه هماغه پخوانی بحث لا نور هم تود شو؛ یو لوری یې د انسان د تمدن د نوې مرحلې زېری ګڼي او بل لوری یې د داسې نامعلوم برخلیک پیل بولي، چې تر اوسه یې کره حدود نه دي ټاکل شوي.

مسک چې د دې ټکنالوژۍ له نږدې څارونکو او عملي لوبغاړو یو دی، خپلې اندېښنې یوازې د اټکل پر بنسټ نه دي وړاندې کړي؛ بلکې د پرمختګ د اوسني رفتار له څارنې چیې دا نتیجه اخیستې، چې د اوسمهالې همدې مصنوعي ځېرکتا د بدلون سرعت تر هغه ډېر چټک دی، چې انساني سیستمونه یې په اسانۍ سره مدیریت کړي دي. د ده په وینا، که مصنوعي ځیرکتیا د واقعیتونو پر بنسټ او د انساني ګټو په چوکاټ کې مهار نه کړای شي؛ نو دا به یوازې یو تخنیکي پرمختګ نه وي؛ بلکې د ځواک هغه نوی شکل به هم وي، چې د کنټرول مسئله به یې تر هر څه جدي وي.

خو دلته بیا هماغه پخوانۍ پوښتنه راولاړېږي، چې دا بدلونونه به تر کومه ځایه د انسان په ګټه او تر کومه ځایه د هغه پر وړاندې تمام شي؟ ځکه همدا اوس هم د کار بازار، تعلیمي او روزنیز سیستمونه او حتی د فکر کولو بهیر د بدلون تر مستقیم فشار لاندې دي، حتی ځینې مسلکونه ورو ورو خپل ارزښت له لاسه ورکوي او په بدل کې یې داسې نوې اړتیاوې راپیدا کېږي، چې هر څوک ورسره د تطابق توان نه لري؛ خو له بل اړخه، دا هم نه شي رد کېدای چې همدا مصنوعي ځېرکتیا د حل لارو نوې دروازې پرانیزي. داسې ښکاري لکه دا ټکنالوژي چې په یوه وخت کې هم ستونزه وي او هم حل؛ هم د ورانۍ امکان لري او هم د رغونې ظرفیت؛ نو ځکه یې په اړه پرېکړه کول لا هم اسانه نه دي.

البته په نوې مانا او برداشت هغه څوک په کې بېخي سورمخ دي، چې د ظرفیت په لوړولو یا د کارولو لپاره یې مټې راونغاړي، دا د یوې ټولمنلې اړتیا په توګه ثابته خبره ده چې له عصري تمایلاتو یا ایجاداتو تېښته هېڅ حکمت او خلاصون نه دی او نه دغه تېښته کومه ګټه لرلی شي؛ بلکې خپلول، زده کول او اخېستل یې یوازینۍ حللاره کېدای شي. هغوی چې په دغسې دوه لارو کې د لومړی هغه انتخاب لري، په لوی لاس ځان د تیارو، سمڅو او غارونو دمه ځایونو ته سپاري، په همدې اساس دا روان بهیر هم د هماغو بدلونونو تسلسل دی، چې تم کېدا یې ممکن نه ده او نه یې په انکار څوک له منځه وړلی شي. دلته اصلي پوښتنه دا نه ده چې ګنې دا ټکنالوژي به وي او که نه؟ بلکې دا ده چې موږ به ورسره څه ډول چلند کوو؟ ایا د وېرې له مخې به ترې تېښته کوو او که د پوهې، تدبر او ظرفیت له لارې به یې د اخیستنې او په مثبت ډول د خپلونې هڅه کوو؟

موږ چې په تېرو څو پیړیو کې له خپلو عصري مسایلو او وسایلو د چور انکار تر بریده دغسې ډېر فرصتونه له لاسه ورکړي، نه ده پکار چې د نړېوالې سیالۍ په دغه ارزښتمن عصر کې دې لا نور هم خپلې پښې په خپل تبر ووهو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

دا زما د ژوند کیسه ده | لعل پاچا ازمون

 (څلورم ټوک ـ ناچاپ) د ټاکنو بهیر برخه د ۲۰۰۹ کال د ولسمشرۍ ټاکنې په ۲۰۰۹ کال کې ما د امریکا غږ راډیو ګز و ګام کوله،...