Home+د دماغ یا مغزو اهمیت | رحمت ځواکمن

د دماغ یا مغزو اهمیت | رحمت ځواکمن

تیره ورځ د ماسترۍ پروګرام د یوه ستاژور محصل یوه پریزینتیشن ته وربللی شوم، چې د دماغ یا مغزو د ګټورو خوړو په هکله یې په کې  په زړه پورې معلومات وړاندې کړل، ماته نوموړی موضوع مهمه ښکاره شوه، یو څه مې نوره هم پسې و څېړله او دادې تاسې یې لوستلو ته رابولم:

دماغ په حقیقت کې د بدن د قوماندې او زده کړې مرکز دی او د انسان د بدن تر ټولو پېچلی او مهم غړی ګڼل کېږي. که څه هم د دماغ وزن،  د یو بالغ انسان د ټول بدن یوازې شاوخوا ۲ سلنه جوړوي، خو د بدن د ټولې انرژۍ نږدې ۲۰ سلنه  مصرفوي. دا ښيي چې دماغ د بدن د نورو غړو په پرتله خورا فعال او انرژي ته اړتیا لرونکی ارګان دی.
دماغ نه یوازې د فکر، حافظې او احساساتو مرکز دی، بلکې د بدن د ټولو ارادي او غیرارادي فعالیتونو اصلي تنظیموونکی هم دی.

د دماغ مهمې دندې
دماغ د انسان د ژوند تقریباً هر اړخ کنټرولوي. د حافظې جوړول، ژبه، استدلال، تصمیم نیونه، احساسات، تخیل، حرکت او د چاپېریال درک کول د دماغ له مهمو دندو څخه دي. سربېره پر دې، دماغ د بدن اتوماتیک فعالیتونه لکه ساه اخیستل، د زړه ضربان یا درځا، د بدن د تودوخۍ تنظیم، هضم او د خوب او ویښتیا دوره هم کنټرولوي.

د دماغ حجرې او د هغوی دندې
دماغ له میلیاردونو حجرو څخه جوړ شوی دی چې مهمې یې عصبي حجرې (نیورونونه) او ملاتړې حجرې (ګلیال حجرې) دي.

۱- نیورونونه (Neurons)
نیورونونه د عصبي سیستم بنسټیزې حجرې دي. د دوی اصلي دنده د معلوماتو ترلاسه کول، پروسس کول او لېږدول دي. نیورونونه د برېښنايي او کیمیاوي پیغامونو له لارې له یو بل سره اړیکه نیسي. د انسان د زده کړې، حافظې او فکر کولو ټول بهیرونه د نیورونونو ترمنځ د اړیکو پر بنسټ ولاړ دي.

۲- اسټروسایټونه (Astrocytes)
اسټروسایټونه د دماغ له مهمو ملاتړو حجرو څخه دي. دوی نیورونونو ته غذایي مواد رسوي، د دماغ کیمیاوي چاپېریال متوازن ساتي، اضافي مواد پاکوي او د عصبي اړیکو په تنظیم کې مرسته کوي. وروستیو څېړنو ښودلې چې اسټروسایټونه د حافظې او زده کړې په پروسو کې هم فعاله ونډه لري.

۳- اولیګوډینډروسایټونه (Oligodendrocytes)
دا حجرې د نیورونونو شاوخوا د مایلین په نوم پوښ جوړوي. مایلین د عصبي پیغامونو د چټک انتقال سبب ګرځي. هر څومره چې مایلین ښه وي، عصبي پیغامونه په هماغه اندازه په چټکۍ او دقت سره لېږدول کیږي.

۴- مایکروګلیا (Microglia)
مایکروګلیا د دماغ د دفاعي سیستم حجرې دي. دوی زیانمنې حجرې، میکروبونه او نور مضر مواد له منځه وړي او د دماغ د روغتیا په ساتلو کې مهم رول لري.

عصبي اړیکې او د زده کړې بهیر
د دماغ د حیرانوونکو ځانګړنو له ډلې یوه د عصبي اړیکو یا Synapses جوړول او بدلول دي. کله چې انسان نوی مهارت زده کوي یا نوې تجربه ترلاسه کوي، د نیورونونو ترمنځ نوې اړیکې رامنځته کېږي او پخوانۍ اړیکې پیاوړې کېږي. دې وړتیا ته عصبي نرمښت یا Neuroplasticity ویل کېږي.

عصبي انعطاف د انسان د زده کړې، حافظې، د ستونزو د حل او له چاپېریال سره د تطابق یا سمون بنسټ جوړوي. د همدې ځانګړنې له امله انسان کولای شي نوې ژبې زده کړي، مهارتونه ترلاسه کړي او د ژوند له تجربو څخه ګټه واخلي.

د عادت اخیستلو پدیده (Habituation)
دماغ د نویو او نااشنا محرکاتو یا عملونو په وړاندې پیاوړی غبرګون یا عکس العمل څرګندوي. خو که یو بې‌ضرره محرک په دوامداره ډول تکرار شي، دماغ ورو ورو ورته لږ پام کوي. دې پدیدې ته “عادت اخیستل” ویل کېږي.

د بېلګې په توګه، کله چې یو څوک لومړی ځل د ساعت د ټک ټک غږ واوري، پام یې ورته اوړي، خو د وخت په تېرېدو سره دغه غږ نور د پام وړ نه وي. همدارنګه د خونې د باد پکي غږ، د جامو لمس یا نور تکراري محرکات هم په همدې ډول کم اهمیته کیږي.

عادت اخیستل د زده کړې یوه بنسټیزه او انرژي سپموونکې بڼه ده. دماغ د دې پروسې له لارې هڅه کوي غیر ضروري معلومات له مهمو معلوماتو څخه جلا کړي، څو ذهني سرچینې د نویو او ارزښتناکو معلوماتو د پروسس لپاره وساتل شي.

د حافظې او زده کړې لپاره د خوب اهمیت
خوب د دماغ د روغتیا او زده کړې لپاره حیاتي ارزښت لري. د خوب پر مهال دماغ د ورځې معلومات تنظیموي، مهم معلومات حافظې ته لېږدوي او غیر ضروري معلومات له منځه وړي. د پوره خوب نشتوالی د تمرکز، حافظې او تصمیم نیونې وړتیا کمزورې کوي.

د دماغ لپاره د مناسبو خوړو یا تغذیې اهمیت
دماغ د خپل سالم فعالیت لپاره مناسبو خوړو  ته اړتیا لري. اومیګا-۳ غوړ اسیدونه، امینو اسیدونه، ویټامینونه (په ځانګړي ډول د B ډلې ویټامینونه)، منرالونه او کافي ګلوکوز د عصبي حجرو د فعالیت او د عصبي اړیکو د پیاوړتیا لپاره اړین دي.

مغز لرونکي خواړه، کب، هګۍ، مېوې، ترکاري او بشپړ‌ې غلې دانې د دماغ د روغتیا لپاره ګټورې بلل کېږي.

د کولمو او دماغ اړیکه
په تېرو کلونو کې علمي څېړنو ښودلې چې د انسان کولمې یوازې د خوړو د هضم دنده نه ترسره کوي، بلکې د دماغ یا مغز له فعالیتونو سره هم ژوره اړیکه لري. دې اړیکې ته د دماغ-کولمو محور (Gut-Brain Axis) ویل کېږي.
په کولمو کې د میلیاردونو ګټورو مایکرو ارګانیزمونو ټولګه ژوند کوي چې د کولمو مایکروبیوټا (Gut Microbiota) بلل کېږي. دغه مایکرو ارګانیزمونه د خوړو په هضم، د ویټامینونو په تولید، د معافیتي سیستم په تنظیم او د عصبي موادو په جوړولو کې مهم رول لري.

په زړه پورې خبره دا ده چې د بدن د سیرټونین (Serotonin) شاوخوا ۹۰ سلنه برخه په کولمو کې تولیدېږي. سیرټونین هغه کیمیاوي ماده ده چې د مزاج، خوب، احساساتو او رواني هوساینې په تنظیم کې مهم رول لري. همدارنګه کولمې د ډوپامین (Dopamine) او ګاما امینوبیوټیریک اسید (GABA) په څېر نورو عصبي پیغام رسوونکو موادو په تولید کې هم مرسته کوي.

د دماغ او کولمو ترمنځ د اړیکې اصلي لاره د واګس عصب (Vagus Nerve) دی، چې د دواړو ارګانونو یا غړو ترمنځ پیغامونه لېږدوي. کله چې د کولمو روغتیا ښه وي، د دماغ فعالیت، تمرکز، حافظه او احساساتي ثبات هم ښه ساتل کېږي. برعکس، د کولمو د مایکروبیوټا ګډوډي د اضطراب، خپګان، د حافظې د کمزورۍ او ځینو عصبي اختلالاتو له زیات خطر سره تړاو لري.

د کولمو روغتیا او د دماغ ساتنه
د کولمو د سالم مایکروبیوټا د ساتلو لپاره د فایبر لرونکو خوړو، مېوو، سبزیجاتو، مستو، تخمیري خوړو او کافي اوبو کارول ګټور دي. سربېره پر دې، مناسب خوب، منظم ورزش او د ناوړه فشار کمول هم د کولمو او دماغ د ګډې روغتیا لپاره مهم عوامل ګڼل کېږي.

“اوسنۍ څېړنې څرګندوي چې دماغ په یوازې ځان کار نه کوي؛ بلکې له کولمو، معافیتي سیستم او د بدن له نورو غړو سره په یوه پېچلې بیولوژیکي شبکه کې فعالیت کوي. له همدې امله د دماغ روغتیا د ټول بدن، په ځانګړي ډول د کولمو د روغتیا، له حالت سره نیږدې تړاو لري.”

فزیکي فعالیت او دماغ
منظم فزیکي فعالیت د دماغ د وینې جریان زیاتوي او عصبي حجرو ته د اکسیجن او غذایي موادو رسېدل ښه کوي. څېړنې ښيي چې ورزش د حافظې، تمرکز او ذهني روغتیا په پیاوړتیا کې مهم رول لري او د دماغ د زړښت بهیر ورو کوي.

پایله
دماغ د انسان د شخصیت، فکر، حافظې، احساساتو او چلند اصلي مرکز دی. د نیورونونو او نورو عصبي حجرو ترمنځ همغږي، د زده کړې، حافظې او تطابق یا سمون بنسټ جوړوي.

دماغ د نویو محرکاتو یا عملونو  په وړاندې چټک غبرګون یا عکس العمل ښيي، خو د تکراري او بې‌ضرره محرکاتو په وړاندې د عادت اخیستلو ځانګړنه لري، چې دا د زده کړې یوه مهمه بڼه ده.

مناسب خواړه، پوره خوب، منظم فزیکي فعالیت او ذهني تمرینونه د دماغ د سالم فعالیت او اوږدمهالې روغتیا لپاره بنسټیز اهمیت لري.

لنډه دا چې سالم دماغ د سالم ژوند اساس دی، او د دماغ ساتنه د انسان د فکري وړتیاوو، حافظې او بریالیتوب د ساتنې معنا لري.

پوهنمل دوکتوراندوس رحمت ځواکمن

هالنډ/ د جون ۷مه – ۲۰۲۶

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب