یکشنبه, جون 30, 2024
Home+د انترنیټ د یوه مخترع د زوکړې ورځ ده

د انترنیټ د یوه مخترع د زوکړې ورځ ده

تاند- له نن څخه ۶۹ کاله پخوا د ۱۹۵۵ م کال د جون په ۸ مه بریتانیايي کمپیوټرپوه ټیم برنرز لې (Tim Berners-Lee)، چې ځینې یې د انترنیټ مخترع ګڼي، وزېږېد.

که څه هم بریتانیکا برنرز د انترنیټ مخترع بللی خو هیستري ټکی کام بیا وايي چې انترنیټ د یوه انسان د کار بریا نه وه بلکې د ګڼو پروګرام جوړوونکو، انجینیرانو او په مجموع کې ساینسپوهانو د کار نتیجه وه، هر یوه یوې برخې ته انکشاف ورکړ چې په پای کې یې (information superhighway) رامنخته شو.

خو بې له شکه د انترنیټ په اختراع کې برنرزلې ته هم کریډیت ورکول کېږي.

د بریتانیکا پر اساس برینرزلې، چې په دې ورځ په لندن کې زېږېدلی، په ۲۰۰۴ م کال د نړیوال جال یا انترنیټ د اختراع په خاطر د بریتانیا له ملکې دوهمې الیزابیت څخه د اتلولۍ میډال ترلاسه کړ او د فینش ټکنالوجۍ ایوارډ فونډېشن یو میلیون پونډې جایزه ورکړه.

خو د انترنیټ په اختراع کې ډېر رول امریکايي انجینیر پل برنان درلود. ده د ۱۹۶۰ لسیزې په لومړیو کې بېلابېل کارونه سره رایوځای کړل او نننی انترنیټ یې ورڅخه جوړ کړ.

یوه بل بریتانیايي ساینسپوه ډانلډ ډیویس هم د انترنیټ په اختراع کې مهمه ونډه لرلې ده. نوموړي په ۱۹۶۵ کې د انترنیټ د سویچونو آبډیا مطرح کړې وه. همداراز امریکايي ساینسپوه لیونارډ کلنراک هم په دې برخه کې مخکښ رول لوبولی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب