Homeخبرونهد ملګرو ملتونو امنیت شورا د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ غونډه...

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ غونډه جوړوي

تاند (دوشنبه، د غبرګولي/ جوزا ۱۸ مه) د ملګرو ملتونو امنیت شورا به نن دوشنبه د افغانستان په اړه غونډه دایره کړي. په دې غونډه کې به، چې په هرو درو میاشتو کې یې یو ځل جوړوي، د افغانستان وروستی سیاسي، بشري او ټولنیز وضعیت وارزول شي او د نړیوالې ټولنې د راتلونکې تګلارې په اړه به بحث وشي.

ټاکل شوې ده چې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د مرستندوی ماموریت (یوناما) مشره د سرمنشي وروستی راپور وړاندې کړي، چې د تېرو درېیو میاشتو سیاسي، بشري او ټولنیز پرمختګونه پکې رانغاړل شوي دي.

په غونډه کې به د بشري وضعیت، سیاسي تحولاتو او د ښځو او نجونو د حقونو، په ځانګړي ډول د زده‌کړو د حق، په اړه خبرې وشي.

د امنیت شورا د معلوماتو له مخې، افغانستان لا هم د نړۍ له تر ټولو سختو بشري بحرانونو څخه دی او روان کال شاوخوا ۲۱.۹ میلیونه کسان بشري مرستو ته اړتیا لري.

شنونکي وایي، دا غونډه به د افغانستان په اړه د امنیت شورا د ارزونې او د نړیوالې ټولنې د راتلونکې تګلارې مهمې نښې روښانه کړي. همداراز به د نړیوالې ټولنې او افغانستان ترمنځ د اړیکو په اسانتیا کې د یوناما پر رول هم بحث وشي.

دا غونډه په داسې حال کې جوړېږي چې د یوناما اوسنی ماموریت د جون په ۱۶مه پای ته رسېږي او تمه ده امنیت شورا په همدې ورځ د دې ماموریت د تمدید په اړه پرېکړه وکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب