تاند (دوشنبه، د غبرګولي/ جوزا ۱۸ مه) د افغانستان د پېښو پر وړاندې د چمتووالي ملي ادارې ویلي، چې د روان لمریز کال له پیل راهیسې په هېواد کې د ډوبېدو په بېلابېلو پېښو کې لږ تر لږه ۷۵ کسانو ژوند بایللی دی.
د دې ادارې ویاند، محمد یوسف حامد، ویلي چې په همدې موده کې درې نور کسان د اوبو اړوندو پېښو کې ژوبل شوي هم دي.
د نوموړي په وینا، په مړو شویو کسانو کې ۲۷ نارینه، اووه ښځې او ۴۱ ماشومان شامل دي، چې د ماشومانو د قربانیانو لوړه کچه ښيي.
د پېښو پر وړاندې د چمتووالي ملي ادارې د دغو پېښو د دقیقو ځایونو په اړه معلومات نه دي ورکړي، خو له خلکو یې غوښتي چې د سیندونو، ویالو، بندونو او نورو اوبو ته نژدې سیمو کې د احتیاط تدابیر مراعات کړي، په ځانګړي ډول د دوبي په موسم کې چې د لامبو او تفریحي فعالیتونو کچه لوړېږي.
که څه هم ادارې د روان لمریز کال له پیله تراوسه په اوبو کې د ډوبو شویو شمېر ۷۵ ښوولی خو څرګنده ده چې د کابل په لومړیو کې چې هوا سړه وي، خلک لامبو نه کوي نو ویلی شو چې دا کسان په لنډه موده کې له ژونده بې برخې شوي او له بلې خوا ممکن د مړینو شمېر تر دې ډېر وي خو په افغانستان کې خلک د دې ډول پېښو راپور اړوندو ادارو ته نه ورکوي.