لیکنه: ډاکټر ش میره کی
یوریا (Urea) :
یوریا یوه فاضله ماده ده چې د بدن په دننه کې د پروټینونو د ماتېدو له امله په ځیګر (Liver) کې جوړېږي، او وروسته د وینې له لارې پښتورګو ته ځي، څو د ادرار له لارې ووځي.
په بله وینا:
یوریا د بدن هغه اضافي مواد دي چې باید ووځي؛ که په وینه کې پاتې شي او لوړه شي، نو د Uremia حالت رامنځته کوي، چې د بدن لپاره زیانمن دی.
لنډه پایله:
یوریا د پروټین د سوځېدو (ماتېدو) پاتې شونی دی چې بدن یې باید له ځان څخه وباسي.