تاند (شنبه، د غويي/ ثور ۵ مه) ګوجرات ټایټانز لوبډلې، چې راشد خان پکې لوبېږي، تېره شپه د راشد خان له ښه توپ اچونې سر ه سره مسابقه وبایلله.
ګوجرات له رایلز چلنجر بنګلور سره په سیالۍ کې د ۳ لوبغاړو د بایللو په بدل کې ۲۰۵ منډې وکړې چې نسبتاً زیاتې منډې دي. خو بنګلور لوبډلې په خپل کور کې د ۵ لوبغاړو له بایللو او د ۱۸ اور او ۵ توپ په پای کې هدف ته ځان ورساوه.
د هغوی لپاره نامتو لوبغاړي ویرات کوهلي په ۴۴ توپونو ۸۱ منډې وکړې. د بنګلور دا سیالي په ۷ توپونو او ۵ ویکټو وګټله.
راشدخان په ۴ اورونو کې ۲ لویغاړي وسوځول خو ۴۹ منډې یې ورکړې. له دې سره د هند په روان غوره لیګ کې د راشد خان د ویکټوړنو شمېر ۸ ته ورسېد. همدومره ویکټونه د افغانستان بل لوبغاړي الله داد غضنفر هم ترلاسه کړي دي.
تراوسه پورې ګوجرات ټایټانز ۷ سیالۍ کړي چې ۳ یې ګټلي او ۴ یې بایللي دي. تر دې دمه د دې لوبډلې وضعیت د تېر کال پرتله خراب ښکاري.