تاند (جمعه، د غويي/ ثور ۴ مه) د ایران د اسلامي جمهوریت د درېګونو قواوو مشرانو د پنجشنبې په ماښام په خپلو خواله رسنیو کې په یو شان پیغام سره د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ وروستۍ څرګندونې په غیر مستقیم ډول رد کړې.
په دې پیغامونو کې، چې د ولسمشر مسعود پزشکیان، د پارلمان رئیس محمدباقر قالیباف، او د قضائیه قوې مشر غلامحسین محسني اژهیي له خوا خپاره شوي، ویل شوي: «په ایران کې نه توندلاري شته او نه منځلاري»، او زیاته شوې چې ټول د اسلامي جمهوریت د رهبر د لارښوونو پیروي کوي څو «متجاوز» اړ کړي چې پښېمانه شي.
د ټرمپ ادعاوې
ډونالډ ټرمپ مخکې په خپله خواله رسنۍ (ټروت سوشل) کې لیکلي و چې ایران له «جدي ستونزې» سره مخامخ دی او نه شي ټاکلای چې رهبري یې څوک کوي.
هغه ادعا کړې وه چې په ایران کې «توندلاري» چې د هغه په وینا په جګړه کې ماتې خوري، له «منځلارو» سره په داخلي شخړه کې دي—هغه منځلاري چې ټرمپ ویلي «هغسې هم ډېر منځلاري نه دي، خو درناوی ترلاسه کوي».
د اوربند د غځولو پرېکړه
ټرمپ د سېشنبې په ماښام، د دوه اوونیز اوربند له پای ته رسېدو څو ساعته مخکې اعلان کړی و چې اوربند به وغځوي، څو ایراني چارواکي وکولای شي له امریکا سره د احتمالي هوکړې لپاره پر «یو واحد او منسجم پلان» سلا شي.
که څه هم د ایران د درې ګونو قواوو مشرانو د ورته پیغام په خپرولو سره په خپل منځ ې د اختلاف موضوع رد کړې ده خو په وروستیو ورځو کې د هرمز تنګي په تړاو د ای ران د سپاه پاسداران او د ایران د باندنیو چارو وزارت په نظرونو کې ژور اختلاف لیدل شوی دی. پاکستان ته د بل پړاو خبرو لپاره د ایران له لوري د پلاوي نه لېږل هم د ځینو سرچینو په وینا د همدې ډول اختلافاتو له کبله دی.