تاند (جمعه، د غويي/ ثور ۴ مه) له پېښو سره د مبارزې ملي ادارې ویلي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د سختو طبیعي پېښو له امله لږ تر لږه ۱۴ کسان مړه او ۷ نور ټپیان شوي دي.
د دې ادارې ویاند یوسف حماد د پنجشنبې په ورځ (د ثور ۳مه) په یوه ویډیويي پیغام کې ویلي چې دا پېښې د شدیدو بارانونو، سېلونو، تندر، د کورونو د چتونو د لوېدو او د غرونو او ځمکو د ښویېدو له امله رامنځته شوې دي.
د مرګژوبلې زیاتوالی
د هغه په وینا، د حمل له شپږمې نېټې راهیسې په ټول افغانستان کې د طبیعي پېښو له امله د مړو شمېر ۲۱۴ کسانو ته رسېدلی دی. همداراز، نژدې ۳۰۰ کسان ټپیان شوي او ۱۱ تنه لا هم ورک دي.
اغېزمن شوي ولایتونه او زیانونه
حماد زیاته کړه چې یوازې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په پکتیکا، میدان وردګ، غزني، غور، بادغیس، جوزجان، فاریاب، بدخشان، لغمان او کونړ ولایتونو کې دغو پېښو خلکو ته مرګژوبله او مالي زیانونه اړولي دي.
د معلوماتو له مخې:
- ۵۰ کورونه په بشپړ ډول ویجاړ شوي
- ۲۱ کورونه جزوي زیانمن شوي
- لږ تر لږه ۶ برېښنا شبکې له منځه تللې دي
- شاوخوا ۳۰۷ جریبه کرنیزه ځمکه زیانمنه شوې ده
پراخ زیانونه په هېواد کې
د یادې ادارې د شمېرو له مخې، د حمل له شپږمې نېټې راهیسې په ټول هېواد کې تر ۱۴۰۰ زیات کورونه په بشپړ ویجاړ شوي یا زیانمن شوي او زرګونه جریبه کرنیزه ځمکه له منځه تللې ده.
د چارواکو په وینا، پرلهپسې بارانونه او سېلابونه د خلکو پر ژوند او اقتصاد جدي اغېز کړی او د زیانمنو سیمو د خلکو اړتیاوې لا هم لوړې دي.