تاند (جمعه، د غويي/ ثور ۴ مه) سره له دې چې د اروپا د بشري حقونو د محکمې له لوري د کډوالو د نه ایستلو په اړه موقتي حکم صادر شوی و، پولنډ درې افغانان کابل ته استولي دي. دا خبره پولنډي رسنیو او د دې قضیې وکیلانو د پنجشنبې په ورځ وکړه.
د راپورونو له مخې، درې افغانان لومړی په یوې پوځي الوتکې کې ازبکستان ته ولېږدول شول او وروسته له هغه ځایه افغانستان ته انتقال شول.
د هغوی مدافع وکیلانو ویلي چې دوی د پولنډ سرحدي ځواکونو ته خبر ورکړی و چې محکمې د ایستلو د درولو حکم کړی، خو سره له دې، دا بهیر عملي شو. همداراز، د پولنډ د بهرنیو چارو وزارت هم د محکمې پرېکړه د رسمي چاینلونو له لارې لېږلې وه.
له هغو نهو افغانانو څخه چې د شړلو له ګواښ سره مخامخ وو، درې تنه په پای کې کابل ته ولېږدول شول. سرحدي چارواکو ویلي چې د محکمې حکم پر وخت هغوی ته نه و رسېدلی، او زیاته کړې یې ده چې دغه درې کسان د «نامطلوبو کسانو» په لېست کې شامل وو.
ټاکل شوې وه چې دا کسان د اپرېل په ۱۰مه وایستل شي، هغه مهال چې پولنډ غوښتل ټول نهه افغانان بېرته واستوي.
د مدافع وکیلانو په وینا، دا اقدام د نړیوالو قوانینو له نظره ستونزمن دی، ځکه د محکمې پرېکړې ته نه پاملرنه جدي حقوقي پوښتنې راپورته کوي.
دا پېښه په داسې حال کې شوې چې په اروپا کې د کډوالۍ تګلارې سختې شوې دي او ګڼو هېوادونو د افغان کډوالو د بېرته ستنولو بهیر چټک کړی دی. ځینې حکومتونه حتا د طالبانو له چارواکو سره د همغږۍ لارې هم لټوي، څو د افغانانو د ایستلو بهیر اسانه کړي.
تر دې مخکې راپورونه ورکړل شوي وو چې اروپايي اتحادیه د طالبانو له استازو سره د احتمالي خبرو پلانونه ارزوي، څو هغه افغانان بېرته واستول شي چې په اروپايي هېوادونو کې د قانوني اوسېدو حق نه لري.
د ډیپلوماتیکو سرچینو په وینا، دغه خبرې به د تخنیکي موضوعاتو—لکه الوتنې او د کابل د هوايي ډګر ظرفیت—پر ارزولو تمرکز ولري، او تمه ده چې دا بهیر د دوبي تر رارسېدو مخکې په روان پسرلي کې پیل شي.