تاند (شنبه، د وري ۵ مه) د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د جمعې په ورځ ویلي چې ایران د داسې وړاندیز په چمتو کولو بوخت دی چې د امریکا غوښتنې پوره کړي.
هغه له رویټرز خبري اژانس سره په ټیلیفوني مرکه کې ویلي: «هغوی یو وړاندیز برابروي، باید وګورو چې څه پایله به ولري.»
ټرمپ زیاته کړه چې تر اوسه نه پوهېږي د ایران وړاندیز به په دقیق ډول څه وي.
هغه د دې پوښتنې په ځواب کې چې امریکا له چا سره خبرې کوي، وویل: «نه غواړم دا ووایم، خو موږ له هغو کسانو سره په تعامل کې یو چې اوس واک لري.»
د خبرو نوې هڅې
د ټرمپ دا څرګندونې تر هغې څو ساعته وروسته خپرې شوې چې سپینې ماڼۍ تایید کړه، سټیو ویتکاف او جرد کوشنر به د هغه د حکومت د استازو په توګه پاکستان ته سفر وکړي، څو له ایران سره د خبرو نوی پړاو تنظیم کړي.
په همدې حال کې، د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي د جمعې په ماښام د پاکستان پلازمېنې اسلاماباد ته رسېدلی دی.