Homeخبرونهافغانستان او ترکمنستان د ۵۰۰ کیلوولټ برښنا پروژې پر چټکتیا خبرې وکړې

افغانستان او ترکمنستان د ۵۰۰ کیلوولټ برښنا پروژې پر چټکتیا خبرې وکړې

تاند/ شنبه د وږي ـ سنبلې ۲۸مه/  افغانستان کې د طالبانو د حکومت برښنا شرکت او ترکمنستان د ۵۰۰ کیلوولټ برښنا پروژې پر چټکتیا خبرې وکړې

د افغانستان برېښنا شرکت وایي، د دغه شرکت عمومي اجراییوي رییس عبدالحق همکار د ترکمنستان د «TAP» پروژې له رییس مراد ارتیکوف سره د ۵۰۰ کیلوولټ برېښنا د لېږد پروژې د چارو پر چټکتیا خبرې کړې دي.

د برېښنا شرکت په وینا، دغه پروژه به له ترکمنستان څخه افغانستان ته د لا زیاتې برېښنا د لېږد زمینه برابره کړي.

په ناسته کې د هرات د نورالجهاد سب‌سټېشن د پاتې چارو پر بشپړولو، د بادغیس بالامرغاب ولسوالۍ ته د برېښنا پر رسولو او د «TAP» پروژې پر پلي کېدو هم خبرې شوې دي.

دا خبرې داسې مهال وشوې چې، له کلونو راهیسې افغانستان د داخلي منابعو په شتون کې هم د خپلې برښنا برخمن نشو.

د نظر خاوندان وایي، افغانستان هغه مهال د برښنا برخه کې له احتیاجه خلاصېدای شي چې، حاکم نظام هېواد نه د وتونکو اوبو او سیندونو باندې د برښنا بندونه جوړ کړي.

دوی وایي، د وخت حاکمو نظامو په دې برخه کې تل بېغوري کړې او لاهم په دې برخه کې ښکاره او د پام وړ اقدامات نه ښکاري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

خبري وکړه، چي ګټونکی شې | نصرت‌الله نصرت

” خبري وکړه چي ګټونکی سې ” اثر مشهور ویناوال او لیکوال ب ټریسي لیکلی او پښتو ته د فضل الحق طاهرزي په مټ...