تاند (دوشنبه، د لیندۍ/ قوس ۳ مه) د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي اعلان وکړ چې د ایران او افغانستان ترمنځ سوداګري په بې ساري ډول لوړه شوې ده.
عراقچي د شنبې په ورځ له ایراني رسنۍ، خبرآنلاین سره په مرکه کې وویل چې د دواړو هېوادونو اوسني سوداګریز تبادلات له ټولو اروپايي هېوادونو سره د ایران تر سوداګرۍ ډېر دي.
هغه ټینګار وکړ:
«ایران باید د طالبانو له حکومت سره د سوداګریزو اړیکو پر پراختیا او پیاوړتیا تمرکز وکړي، او سرحدي ولایتونه کولای شي پکې مهم رول ولوبوي.»
د پولو د ستونزو په اړه دریځ
د پولو د شخړو په اړه د اندېښنو په ځواب کې، عراقچي وویل چې دغه ستونزې «په سیمه ییزه کچه د مسوولانو ترمنځ حل کېدای شي».
عراقچي دا څرګندونې په داسې وخت کې وکړې چې له پاکستان سره د افغانستان سوداګري په ټپه ولاړه ده، او کابل د دې تشې د ډکولو لپاره د ایران په لوري مخه کړې ده.
له پاکستان څخه لېرې کېدا
افغان چارواکي وایي چې هېواد یې په دې وروستیو کې خپلې سوداګریزې لارې د ایران او منځنۍ آسیا هېوادونو ته اړولې دي، څو پر پاکستان خپله اوږدمهاله تکیه کمه کړي—په ځانګړي ډول وروسته له هغې چې د کابل او اسلاماباد ترمنځ کړکېچ اوج ته ورسېد او د دوو هیوادونو ترمنځ د دیورنډ کرښې په اوږدو کې ټولې لارې وتړل شوې چې لا هم بندې دي.
ایران افغان سوداګرو ته مشوقونه زیات کړي
افغانستان کلونه د پاکستان د بندرونو له لارې نړیوال بازارونو ته لاره لرله، چې په بدل کې اسلاماباد پر کابل د فشار وسیله پیدا کړې وه او هر وخت چې به یې زړه وغوښتل د اوس په شان به یې خپلې لارې بندولې.
خو اوس افغانستان د ایران له هغو مشوقونو ګټه اخلي چې د هند په ملاتړ چابهار بندر ته د افغان صادراتو د لېږد په برخه کې وړاندې شوي دي؛ یوه داسې لاره چې پاکستان څنګ ته پرېښودل کېږي او له تکراري ستونزو—د بندرونو له تړل کېدو او د ترانزیت له ځنډېدو—مخه نیول کېږي.
له ایران سره د ۱.۶ میلیارده ډالرو مبادله
د افغانستان د طالبانو د سوداګرۍ وزارت ویاند، عبدالسلام جواد آخوندزاده، رويټرز ته وویل:
« په تېرو شپږ میاشتو کې له ایران سره زموږ سوداګري ۱.۶ میلیارده ډالرو ته رسېدلې ده؛ دا رقم له پاکستان سره تر ۱.۱ میلیارده ډالرو تبادلې څخه خورا زیاته ده.»
هغه زیاته کړه چې د چابهار بندر اسانتیاوې د سوداګرۍ په لاره کې د بیل بیا خنډ او ځنډ مخه نیسي او سوداګرو ته یقین ورکوي چې که پوله وتړل شي، سوداګري به یې ونه درېږي.
د ایران تخفیفونه او اسانتیاوې
د طالبانو د سوداګرۍ وزارت په وینا، ایران افغان سوداګرو ته دا لاندې امتیازونه ورکړي دي:
- په بندري تعرفو کې ۳۰٪ تخفیف
- په لوجستیک او ګدامونو کې د لګښتونو ۷۵٪ کمښت
- په لنگر او خدماتو کې۵۵٪ تخفیف
- عصري تجهیزات او X-ray سکینرونه
- چټک بندري عملیات
دغه امتیازات د دې لامل شوي چې د افغانستان ترانزیتي بارونه په بې ساري ډول د ایران په لوري مخه کړي.
د طالبانو درې میاشتنی نهایي اخطار
د طالبانو د اقتصادي چارو مرستیال، ملا عبدالغني برادر، اعلان کړی:
سوداګر درې میاشتې وخت لري چې خپل قراردادونه په پاکستان کې پای ته ورسوي او د سوداګرۍ لپاره بدیلې لارې غوره کړي.
هغه اسلاماباد تورن کړ چې له سوداګرۍ او بشري مسایلو څخه د «سیاسي فشار د وسیلې» په توګه کار اخلي.
برادر زیاتوي چې:
- افغانستان به وروسته له دې د پاکستان په لانجو کې منځګړیتوب ونه کړي.
- وزارتونو ته لارښوونه شوې چې د پاکستاني درملو «د ټیټې کچې کیفیت» له امله د هغوی د تصفیې مخه ونیسي.
منځنۍ آسیا د بدیلو لارو په توګه راڅرګندېږي
افغانستان د ترکمنستان، ازبکستان او تاجیکستان له لارې د ترانزیت اندازه ډېره کړې ده—هغه لارې چې د کابل په وینا اوس «د پاکستان پرتله په چټکۍ پراختیا مومي».
سره له دې بدلونونو، د پاکستان لاره لاهم د افغانستان د بارونو تر ټولو چټکه سمندري لار ده، چې ورڅخه بارونه په درې ورځو کې کراچۍ ته رسېږي.
په ۲۰۲۴ کال کې د پاکستان صادرات افغانستان ته ۱.۵ میلیارد ډالره وو.
اسلامآباد وخت ناوخت د لارو بندول «د جنګیالیو د تګ راتګ مخنیوي» ته اړین بولي، خو کابل دا ادعا رد کړې او وایي چې هېڅ وسلهوالې ډلې ته پناه نه ورکوي.