تاند (شنبه، د کب/ حوت ۱۶ مه) د طالبانو ویاند ذبیحالله مجاهد د ملګرو ملتونو له امنیت شورا څخه غوښتنه کړې چې د پاکستان د بریدونو د مخنیوي لپاره خپل مسوولیت ادا کړي.
مجاهد د پاکستان وروستیو بریدونو ته په اشارې، چې د افغانستان پر یو شمېر ولایتونو شوي، همداراز په پاکستان کې د افغان کډوالو ایستل او ځورول او د ملکي وګړو تلفات یاد کړل او ویې ویل چې امنیت شورا باید د دې وضعیت د درولو لپاره اقدام وکړي.
هغه د شنبې په ورځ د پاکستان اقدامات «غیرانساني» وبلل او ویې ویل چې د دغو بریدونو له امله ګڼ شمېر ملکي وګړي وژل شوي او بېکوره شوي دي.
د طالبانو ویاند همداراز وویل چې په پاکستان کې افغان کډوال له سختو شرایطو سره مخامخ دي.
هغه له امنیت شورا وغوښتل چې پر پاکستان فشار راوړي څو له «داسې غیرانساني کړنو او د بشري حقونو له سرغړونو» لاس واخلي.
مجاهد تر دې وړاندې هم څو ځله ویلي و چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا خپل اصلي ماهیت له لاسه ورکړی او د هغه په وینا «د لوېدیځو هېوادونو په لاس کې یوه وسیله ګرځېدلې ده.»
ټاکل شوې ده چې د ملګروملتو امنیت شورا د دوشنبې په ورځ غونډه وکړي. د دې غونډې ډېر تمرکز به د ایران او افغانستان پر جګړو او بشري وضعیت وي.
د ملګروملتو د بشري حقونو کمېشنر د افغانستان او پاکستان د جګړې په نتیجه کې د ملکیانو پر مرګ ژوبلو او بد وضعیت اندېښنه ښوولې ده.